Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په ختیځ کې د امریکا د هوايي برید په پایله کې د القاعدې ډلې دوه مشرانو وژل کېدل

امریکا متحده ایالاتو د افغانستان په ختیځ کې د القاعدې ډلې د دوه مشرانو له وژل کېدو خبر ورکوي، یاد کسان د بې‎پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې وژل شوی دي.

پنټاګون وايي چې امریکايي ځواکونو په کونړ ولایت کې دقیق بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې یې د فاروق‎القحطاني او بلال الاوتابي په نامه د القاعدې دوه تنه مشران له منځه تلي دي.

د ویلو ده چې دا برید څلور ورځې مخکې په دې ولایت کې ترسره شوی دی.

د پنټاګون ویاند، بېټرکوک وايي، امریکا لا هم د دې برید پایلې څېړي، خو د یادو دوو تنو وژل کېدل القاعدې ډلې ته سخت ګوزار بلل کېږي.

د پنټاګون خبرپاڼې له مخې القحطاني د افغانستان په شمال‎ختیځ کې د یادې ډلې امیر په توګه دنده ترسره کوله چې افغانستان کې د مرکزونو د جوړولو مسؤولیت یې درلود.

خبرپاڼه زیاتوي، الاوتابي هم په افغانستان کې د امنیو پټنځایونو د جوړولو په موخه چې لویدیځ ته ګواښ وه، لاس درلود او همداراز د بهرنیو وسله‎والو جلب او روزنه کې هم ونډه درلوده.

امریکا متحده ایالاتو د افغانستان په ختیځ کې د القاعدې ډلې د دوه مشرانو له وژل کېدو خبر ورکوي، یاد

Thumbnail

امریکا متحده ایالاتو د افغانستان په ختیځ کې د القاعدې ډلې د دوه مشرانو له وژل کېدو خبر ورکوي، یاد کسان د بې‎پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې وژل شوی دي.

پنټاګون وايي چې امریکايي ځواکونو په کونړ ولایت کې دقیق بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې یې د فاروق‎القحطاني او بلال الاوتابي په نامه د القاعدې دوه تنه مشران له منځه تلي دي.

د ویلو ده چې دا برید څلور ورځې مخکې په دې ولایت کې ترسره شوی دی.

د پنټاګون ویاند، بېټرکوک وايي، امریکا لا هم د دې برید پایلې څېړي، خو د یادو دوو تنو وژل کېدل القاعدې ډلې ته سخت ګوزار بلل کېږي.

د پنټاګون خبرپاڼې له مخې القحطاني د افغانستان په شمال‎ختیځ کې د یادې ډلې امیر په توګه دنده ترسره کوله چې افغانستان کې د مرکزونو د جوړولو مسؤولیت یې درلود.

خبرپاڼه زیاتوي، الاوتابي هم په افغانستان کې د امنیو پټنځایونو د جوړولو په موخه چې لویدیځ ته ګواښ وه، لاس درلود او همداراز د بهرنیو وسله‎والو جلب او روزنه کې هم ونډه درلوده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه