د هلمند د والي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه ولایت کې د وسلهوالو پر وړاندې د افغان ځواکونو قهرمیوند نومي پوځي عملیاتو کې ۵۲ تنه وسلهوال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د یاد شمېر وسلهوالو وژل کېدو ترڅنګ یو شمېر ټپيان شوي هم دي.
د قهر میوند عملیاتو په دوام د لښکرګاه ښار، نهر سراج او نادعلي ولسوالیو شاوخوا سیمو کې د پاکوونې عملیات لا هم دوام لري.
په دې عملیاتو کې بهرنیو هوايي ځواکونو هم ونډه اخیستې ده.
خبرپانې د افغان ځواکونو د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د قهرمیوند نومي پوځي عملیات کابو یوه اوونۍ مخکې په هلمند ولایت کې د وسلهوالو مخالفینو د ځپلو په موخه پیل شول.
په دې اړه مو اندونه