Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د شنوسترګو درلودونکې افغانه نامتو مېرمن د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوې

پاکستاني چارواکي وايي چې د شنوسترګولرونکې افغانه نامتو مېرمن شربت ګله د فدرال پولیسو لخوا تر دوو کلونو تعقیب وروسته پېښور کې د افغانستان پولې ته نېږدې ونیول شوه.

پاکستاني چارواکي وايي چې شربت ‎ګله د جعلي پېژندپانې درلودلو په امله نیول شوې ده. د راپورونو له مخې شربت ګلې د ۲۰۱۴ زیږدیز کال په اپریل کې هڅه کړې وه چې د «شربت بي‌بي» په نامه ځانته پېژندپاڼه واخلي. که دا داعاوې ثابتې شي، نو شربت ګله به د زرګونو افغانانو له ډلې د کمپیوټري سیستم له ثبته په تېښته بریالۍ شوې وي.

کله چې شربت ګله ۱۲ کلنه وه پېښور کې د افغان کډوالو په یوه پنډغالي کې ژوند کاوه، له دې عکاس، مک کاري انځور واخیست او د نشنل جیوګرافیک مجلې پر مخ چاپ شو.

خو اوس څلوېښت کلنه ده او اوسېدو غیر قانوني اسنادو د جوړولو په تور د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوې ده.

په افغانستان کې کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ سی ان ان ټلویزیون ته ویلي، که د شربت ګلې نوم پاکستان کې د کډوالې په توګه لیکل شوی وي، ورسره مرسته کولی شي.

په پاکستان کې د یادې کمېشنرۍ یوه کارکوونکې، دنیاخان وویل: «شربت ګله د اسنادو نه درلودو له امله نیول شوې ده او تر هغې چې د کډوالې په نامه یې نوم نه وي لیکل شوی، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ لاسوهنه نشي کولی.»

د سی ان ان ټلویزیون د راپور له مخې، د کډوالۍ نړیوال بنسټ چې کډوالو ته د اسناد په ویش کې مرسته کوي ویلي، په داسې حال کې چې د شربت ګلي اسناد جعلي هم وي، خو نیونه یې ښیې چې پاکستان خپل هېواد ته د تلو په موخه پر کډوالو فشارونه زیات کړي دي.

په افغانستان کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان د پراختیايي د څانګې مسؤول نېکولاس بېشاپ وویل:«دا د دې ښودنه کوي چې پاکستان هغه څوک نیولي چې په اتیایمه لسیزه کې له ځانګړې شهرت څخه برخه منه وه، هغه څوک چې د نورو په پرتله ډېره پېژندل شوې ده.»

د بشري حقونو د څار بنسټ وویل چې پاکستان د جولای له لومړۍ نېټې تراوسه کابو ۳۷۰ زره افغان کډوال هېواد ته استولي دي چې له هغې ډلې کابو ۲۲۰ زره تنه یې په پاکستان کې نوم لیکنه کړې وه.

د بشري حقونو څار بنسټ ویلي،په تېرو کلونو کې مېلیونونو افغانان د جګړو له امله پاکستان ته مهاجرت کړی دی.

پاکستاني چارواکي وايي چې د شنوسترګولرونکې افغانه نامتو مېرمن شربت ګله د فدرال پولیسو لخوا تر دوو ک

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه