د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمدضیاء،نن د استالف لسوالۍ ته په تلو سره ګواښ وکړ کهچېرې د حکومت مشران سمې لارې ته مخه نه کړي،خلک به د حکومت د ځای ناستې په لټه کې به شي.
ښاغلي ضیا مسعود چې د پنجشنبې په ورځ د استالف د خلکو په منځ کې خبرې کولې وویل چې د حکومت د مشرانو لپاره د څوکیو وېش د هېواد د ځواکونو د قربانۍ په پرتله ډېر ارزښت لري.
ښاغلي مسعود زیاته کړه:«دغه سیاسي تیتوالی د ملت لپاره واقعا د منلو وړ نه دی.خلک د دې تمه لري کهچېرې تر یو څو مودې نور د مشرانو اختلافونه پای ونه مومي،خلک اړ کېږي چې د دغه حکومت د بدیل په لټه کې شي.»
ښاغلی مسعود د جګړې ډګرونو ته د ولسمشر د لومړي مرستیال تلل د هېواد په امنیتي ادارو کې د کمزورتیا له امله ګڼي.
هغه څرګنده کړه:«همدا چې جنرال دوستم په فاریاب کې جګړه کوي،پوهېږي هغه کسان چې د جګړې مشري په غاړه لري کمزوري دي.»
د استالف اوسېدونکي هم د دغې ولسوالۍ د بیارغونې ترڅنګ له حکومته د امنیت غوښتنه کوي.
د استالف اوسېدونکي شاه رسول فایق وویل:«تراوسه په استالف کې د دښمن هېڅ ډول سیاسي او ویجاړونکي خوځښت ګټه اغېزتیا نه ده لرلې.»
د تخت استالف د کلینیک مسؤول غلام حیدرهم په دې اړه څرګنده کړه:«د څارویو روزنه،بڼوالي او تاکولي، په ځانګړې توګه د انګورو بڼونه،د خلکو د اړتیاو د پوره کولو لپاره ډېر ګټور دي.»
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر استازی له اصلاحاتو پرته په هېواد کې د امنیت ټینګښت ناشونی بولي او له پخوانیو مجاهدینو غواړي له خپلو کلیو او ولسوالیو دفاع وکړي.
په دې اړه مو اندونه