د کابل پولیسو ویلي دي چې د کاپیسا د امنیت امر موټر د کابل د پروان سه په سیمه کې د یوه ماین موخه وګرځېد.
په دغه موټر کې د کاپیسا د امنیت د امر په ګډون څلور تنه وو،چې یو تن یې ژوبل شوی دی.
د کابل پولیس وايي چې دغه موټر له کاپيسا څخه کابل ته راغلی وه او ټاکل شوې وه ترڅو د هېواد ختیځ ته ولاړ شي.
په دغې پېښه یو شمېر هټیو او پلورنځیو ته زیان رسېدلی دی.
په همدی حال کې د کابل-جلال اباد په لویه لاره کې د یوه ماین چاودنې په پایله کې د ننګرهار د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب له خپل یوه ساتونکي سره ټپيان او چلوونکی وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیانی وايي چې دغه پېښه د شنبې ورځې د ګهیځ په ۷:۳۰ د لغمان په دوسرکه کې هغه مهال رامنځته کېږي چې د حاجي غالب په موټر کې نښلوونکی ماین ځای پر ځای شوی وه.
هغه د بټي کوټ د ولسوال روغتیايي وضعیت ښه وباله.
حاجي غالب له دې وړاندې د اچین د ولسوال په توګه هم کار کړی دی.
په دې اړه مو اندونه