خبرونه - افغانستان

د خوست ولايت سيمه ايز چارواکي وايي په دې ولايت کې د ناټو ځواکونو پر مرکز د ځانمرګي بريد له امله دوه ملکي وګړي او يو پوليس وژل شوي دي.
په دې پيښه کې اوه نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د خوست امنيه قومندان عبدالقيوم باقي زي وويل دغه پيښه د چهار شنبې په ورځ په اتو بجو هغه مهال وشوه چې يوه ځانمرګي بريد کوونکي پر ځان پورې تړلي چاوديدونکي توکي د خوست د هوايي ډګر ختيځ ور ته نږدې چې اوس د ناټو ځواکونو مرکز دی ، والوزول.
نوموړي وويل : « يوه پوليس سرتيري چې غوښتل دغه موټر وپلټي ، چاودنه وشوه او يو پوليس او دوه ملکي وګړي ووژل شول. »
ويل کيږي چې د خوست په هوايي ډګر امريکايي ځواکونه هم ميشت دي خو د ناټو ځواکونو د مرګژوبلې په اړه کوم راپور نشته.
ايسف هم دغه پيښه منلې خو د مرګژوبلې په اړه يې څه ندي ويلي.
بلخوا طالبانو ددې بريد مسوليت پر غاړه اخيستی او زياته کړيده چې په دې پيښه کې څو افغان او امريکايي سرتيري وژل شوي دي.