Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"د دوه ټلوېزیونونو د فعالیت ځنډول د قانون پر خلاف دي"

په هېواد کې د بریا او نور ټلوېزیونونو د نشراتو ځنډېدو د افغانستان د خبریالانو مرکز غبرګون را پارولی او دا کړنه یې د قانون پر خلاف ګڼلې ده.

یاد بنسټ په یوه خبرپاڼه کې د دغو دوو رسنیو د نشراتو ځنډېدل د ډېریو ازادو رسینو د محدودولو په برخه کې، د هېواد د ټولیزو رسینو د قانون پر خلاف ګڼلی او د دغه حکم د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«د افغانستان د خبریالانو مرکز، د بریا او نور ټلوېزیونونو د فعالیت ځنډول او د دغو دوو خصوصي رسنیو د دروازو تړل د رسنیو د قانون خلاف او د ازادو رسنیو د فعالیت په برخه کې لا محدودول او فشار ګڼي او غندي یې.»

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د دغو دوو رسنیو فعالیت په موقته یا لنډ مهاله توګه بند شوی او زیاتوي چې د محکمې د حکم تر صادرېدو به د دغو ټلوېزیونونو فعالیت ځنډېدلی وي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران په دې هکله وايي:«د دغو دوو رسنیو دوسیې محکمې ته استول شوې دي. هغه سرغړونې چې دوی کړي هغه دوسیه شوي او محکمې ته استول شوي او طبعاً چې محکمه لږ وخت نیسي او هغه پرېکړه چې محکمې وکړه هغه به حتماً پلې شي.»

بلخوا په هېواد کې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو ځينې مسوولان وايي چې رسنۍ باید د اوسنیو شرایطو له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. د یادو بنسټونو مسوولان دغه‌راز له اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې د ټولیزو رسنیو قانون هم توشیح کړي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ټولنې رییس حفیظ‌الله بارکزی وايي:«د دوی د تاسس له پېله هغه ژمنه چې دوی یې د هېواد او عامه ګټو لپاره لري، باید د یوه هېواد موجوده کلتور، وخت او شرایطو په پام کې نیولو سره پرې عمل وکړي. که هغه اسلامي ارزښتونه دي او که هغه د ټولنې کلتوري ارزښتونه دي.»

خبریال رقیب فیاض په دې هکله څرګندوي:«اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون باید ژر تر ژره توشیح کړي، څو رسنۍ وکړای شي د دغه قانون په رڼا کې غوره نشرات ولري.»

دا په داسې حال کې ده چې رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون تېره ورځ په هېواد کې د بریا او نور ټلوېزیونونو د نشراتو له ځنډولو خبر ورکړی وو. د یاد کمېسیون په وینا د دغو ټلوېزیونونو فعالیت د ژورنالیزم اصولو د نه مراعات کېدو او ملي ګټو ته د نه‌پاملرنې له امله ځنډېدلی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د دغو دوو رسنیو فعالیت په موقته یا لنډ مهاله توګه بند شوی او زیاتوي چې د محکمې د حکم تر صادرېدو به د دغو ټلوېزیونونو فعالیت ځنډېدلی وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه