Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سرپل لاله زار په نوم کلتوري او ادبي پروګرام جوړ شو

د سرپل لاله زار تر په نوم فرهنګي او ادبي پروګرام د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري جوړ شوی دی.

په دغه پروګرام کې شاعرانو، ادیبانو، سیمه‌ییزو مسوولینو او ځوانانو ګډون کړی او موخه یې هم د فرهنګي برنامو وده بلل شوې ده.

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یو شمېر شاعرانو، لیکوالو، سیمه ییزو مسوولینو، ځوانانو او ددغه ولایت اوسېدونکو په ګډون دې زرغون پسرلني چاپېریال کې د سرپل لاله زار ترنامه لاندې ادبي پروګرام جوړ کړی دی.

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ددې غونډې جوړېدو موخه د اسلامي او سیمه ییزو کلتورونو پر ودې سربېره شاعرۍ، لیکوالۍ او ادبیاتو ته د ځوانانو هڅونه بولي.

د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رییس، عبدالغفار حقنما و ویل: «هڅه کوو چې دغې چارې ته وده ورکړو، نوي نسل ته یې ژوندۍ وساتو، او نوی نسل خپل اسلامي کلتور ته وده ورکړي. موږ په دې تړاو خپله هره هڅه کوو.»

د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر، مالک بلوچ هم و ویل: «موږ تر دې وروسته لسګونه نور پروګرامونه هم په پام کې لرو. د روان کال تر پایه به د شاعرانو، لیکوالانو او ځوانانو د هڅوونې لپاره پروګرامونه چمتو کړو.»

ددغه ادبي او فرهنګي پروګرام یو شمېر ګډون وال دغه ولایت کې د ورته پروګرامونو جوړولو د دوام ترڅنګ د شاعرانو او لیکوالانو د ملاتړ غوښتونکي دي.

لیکوال او شاعر، عبدالحی وايي: «هیله من یو چې په دغه برخه کې لا زیاته پاملرنه وشي څو زموږ کلتور وده وکړي. زموږ کلتور چې وده وکړي نو کولای شو په ملي او نړۍواله کچه ځانونه مطرح کړو ځکه زموږ کلتور زموږ د هویت او حیثیت نورو ته ورپیژني.»

ایام الدین یولداش، هم و ویل: ان شاالله چې دا ډول پروګرامونه په سرپل کې په پراخه کچه ترسره شي، او دا پروګرامونه په ارشیف بڼه په رسنیو، کتابونو او د شاعرانو او لیکوالانو په اثارو کې چاپ شي. لیکوال او شاعر،

د بسم الله ادیب په نوم یوه ګډونوال و ویل: د ځوانانو، شاعرانو او لیکوالانو لپاره د دا ډول پروګرامونو جوړول ډیر مهم دي. موږ د اسلامي امارت له مسوولینو په ځانګړې توګه له اطلاعاتو او کلتوره غواړو چې دا ډول علمي او ادبي خپرونې لا زیاتې کړي.

د سیمه ییزو مسوولینو د معلوماتو پربنسټ هر کال د پسرلي موسم کې د سرپل دښتو او غونډیو کې اویا ډوله ګلان را غوړېږي او له کلونو راهیسې د لاله زار ادبي - فرهنګي پروګرام دغه ولایت کې جوړېږي.

ددغه ادبي او کلتوري پروګرام یو شمېر ګډون وال دغه ولایت کې د ورته پروګرامونو جوړولو د دوام ترڅنګ د شاعرانو او لیکوالانو د ملاتړ غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه