د ننګرهار او د شاوخوا ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي وايي، د جمعې په ورځ د مالټو بڼونو ته ورځي او دا بڼونه د خلکو په مېله ځای بدل شوي دي.
د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ د درېيم فارم اړوند د مالټو بڼونو ته د جمعې په ورځ سلګونه کسان مېلو ته ورځي.
د ننګرهار اوسېدونکی امانالله وايي: «چکر ته راغلي یوو، د مالټو باغ دی، مېله ده او خوشالي ده په خوشالي کې راغلي یوو.»
د ننګرهار اوسېدونکی کريمالله وايي: «موږ تقریباً پنځلس شپاړس نفره راغلي یوو، د تفریح او چکر لپاره راغلي یوو چې د بټي کوټ له دې ماحول نه خوند واخلو.»
اخوا يو شمېر مالټه پلورنکي وايي، د جمعې په ورځ يې بازار ګرم او د نورو ورځو په پرتله يې ګټه ډېره وي.
مالټه پلورونکی محمد رفيق وايي: «د جمعې په ورځ د مالټو خرڅولو ته نهشو رسېدلای، څوک دوه، څوک درې او څوک لس خریطې اخلي.»
مالټه پلورونکی عبدالرشيد وايي: «الحمد لله د جمعې ورځ ښه ده، شل منه، پنځه ویشت منه، دغسې ماټه موږ هم باسو او کاروبار مو جوړ دی، موږ ته هم پهکې پاتې کېږي.»
په همدې حال، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مسوولین په هېواد کې د بڼوالۍ د ودې لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو خبر ورکوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وياند مصباح مستعين زیاتوي: «د باغونو د پراختیا، ډېروالي او بزګرانو لپاره مو له نورو هېوادونو څخه هغه وسایل چې د دې باغونو د اسانتیا برابرولو لپاره پکار راځي، د هغوی لپاره مو کوښښ کړی دی.»
د مسوولينو په خبره د اسلامي امارت له واکمنېدو راهيسې يې د کانال رياست پر اړونده ۹۵۰۰ جريبه ځمکه د مالټو نوي بڼونه جوړ کړي او نږدې راتلونکې کې به پر ۵۵۰۰ جريبه ځمکه نور بڼونه هم جوړ کړي.
په دې اړه مو اندونه