د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، تېر کال پهدې ولایت کې پر څه باندې پنځه زره هکټاره ځمکه انجه کرل شوې ده.
د یاد ریاست مسوولان زیاتوي، پهدې ولایت کې د کوکنارو پر ځای د هینګ یا انجې کرلو ته د کروندګرو لیوالتیا زیاته شوې ده.
د بدخشان د کرنې او مالدارۍ ریاست د طبي بوټو او څړځایونو د څانګې مسوول نثار احمد وايي: «په ۱۴۰۱ کال کې په بدخشان کې پر شاوخوا پنځه زره تر پنځه زره دوه سوه هکټاره ځمکې د انجې تخم کرل شوی او خلک هم دې برخې ته ډېر هڅول شوي دي.»
بل خوا یو شمېر کروندګرو چې په خپلو ځمکو کې انجه کرلې، له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.
په بدخشان کې یو کروندګر عاشور محمد وايي: «دا پنځهلس جریبه ځمکه ده، پاس پنځه جریبه ده، موږ پر دې ځمکو انجه کرلې ده.»
په بدخشان کې یو بل کروندګر نقیبالله وايي: «له دولته مو دا غوښتنه ده چې موږ ته کوډ او نیالګي په لږه بیه راکړي، ډېر حاصل لري، دا له کوکنارو ښه ده.»
ورته مهال، د بدخشان د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وایي، د کوکنارو د کروندو له وېجاړېدو سربېره لا هم په یو شمېر ولسوالیو کې کروندګرو د کوکنارو کښت ته مخه کړې ده.
شفیع الله حفیظي وايي: «د بدخشان په کشم، ارګو او جرم ولسوالیو کې ډېر کوکنار کرل شوي دي.»
افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د نشه یي توکو د تولیدوونکو هیوادونو په نوملړ کې لومړی و، خو اوسمهال هڅې روانې دي چې د نشهیي توکو پر ځای د بدیلو کښتونو لکه زعفرانو او هینګو کرلو ته زمینه برابره شي، ځکه په نړیوالو بازارونو کې خورا ګټور دي.
په دې اړه مو اندونه