د بادغیس په ولایتي روغتون کې چارواکي وايي چې د روان لمریز کال له پېله تراوسه، په ټرافیکي پېښو کې د دوو ښځو په ګډون اته تنه وژل شوي او څه باندې ۷۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د موټر چلوونکو بې احتیاطي، ټرافیکي قوانینو ته نه پاملرنه، د قانوني عمر څخه ټیټو کسانو له لوري د موټر چلول او د ټرافیکي اشارو نهشتون، په بادغیس کې د ټرافیکي پېښو د زیاتېدو اصلي لاملونه بلل کېږي چې د دغه ولایت اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.
د بادغیس ولایتي روغتون د نرسنګ مدیر اجمل عاطف وویل:«د ۱۴۰۲ کال د وري له لومړۍ نېټې تراوسه ۷۱۴ ټرافیکي پېښې لرلې چې له دې منځه ۶۳۹ نرینه او ۷۵ تنه هم ښځينه دي چې له دې منځه ۶ نرینهوو او دوو ښځينهوو ژوند بایللی دی.»
ورته مهال د بادغیس ځينې اوسېدونکي د ټرافیکي قوانینو د نه رعایت کېدو او د ټرافیکي پېښو د زیاتېدو له امله اندېښمن دي.
د بادغیس اوسېدونکی صفي الله په دې هکله وايي:«هغه کسان چې لایسنس (د چلولو جواز) نهلري باید هغوی ته د چلولو جواز ورکړل شي او هغوی باید روزنه وویني او ټرافیکي نښانې وپېژني چې دا د ټرافیکي پېښو د کموالي لامل کېږي.»
د بادغیس بل اوسېدونکي شکرالله طلوعنیوز ته وویل:«کم عمره کسان د موټر په چلولو نهپوهېږي او د ځان د بدبختۍ لامل کېږي، نه پوهېږي چې څه ډول موټر وچلوي.»
ورته مهال، د بادغیس د ترافیکو مدیریت وایي چې ډېر ژر به په دغه ولایت کې د ټرافیکي اشارو د نښلولو بهیر پېل شي.
د بادغیس د ټرافیکو مدیریت مرستیال سید شېرآقا هاشمي څرګنده کړه:«د ټرافیکي نښو په برخه کې زموږ کار دوام لري، خط اندازي او کار مو پېل شوی او په لنډه موده کې به د برېښنايي ټرافیکي اشارې هم فعالې شي.»
د بادغیس د ټرافیکو مدیریت د معلوماتو پر بنسټ، د روان لمریز کال له پېل راهیسې دغه بنسټ د موټر چلولو دوه زره لایسنسونه وېشلي خو زیاتوي له هغو کسانو سره به چې د موټر چلونې قانوني عمر یې نه وي پوره کړی، جدي او قانوني چلند وکړي.
په دې اړه مو اندونه