Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فاریاب کې ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتون د زده کړو پر وړاندې ستره ننګونه

د فاریاب د پوهنې رییس د دغه ولایت په چهلګزي ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د ودانۍ چارو د پرانیستې په مراسمو کې وایي، دغه ولایت کې د ۱۷۴ ښوونځي معیاري ودانۍ نه لري.

حفیظ‌الله معتصم بالله د معیاري ودانیو نشتون، د ښوونیز بهیر پر وړاندې ستره ننګونه بولي او زیاتوي چې، دا مهال زرګونه زده کوونکي په کرایي کورونو او ازاده فضا کې زده کړې کوي.

د فاریاب د پوهنې رییس، حفیظ الله معتصم باالله وویل: « پوهنې ته په ورکړل شوې ځمکه کې شپږ ښوونځي جوړ شوي او په روان تعلیمي کال کې به پر همدې ځمکه ۱۷ نور ښوونځي هم جوړ شي.»

په ورته وخت کې د یوه مرستندویه بنسټ مسوول چې د دغه ولایت په چهلګزي ولسوالۍ کې یې د شاوخوا درې میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو کار پیل کړی وایي، زده کوونکو ته د ارام او خوندي چاپیریال د برابرولو په موخه یې په ۳۴ ولایتونو کې  ۶۸ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.

د خیریه بنسټ استازي ابراهیم په دې اړه زیاته کړه: « موږ پلان لرو چې په هر ولایت کې دوه دوه ښوونځي جوړ کړو او دې بهیر ته به دوام ورکړو ځکه چې د دغو ښوونځي زموږ په خپلو پيسو جوړیږي چې د قېس ارغندیوال بنسټ یې له خپلې بودیجې ورکوي.»  

له بلې خوا د چهلګزي ولسوالۍ اوسیدونکي هم په دې ولسوالۍ کې ښوونځیو ته معیاري ودانیو جوړولو غوښتنه کوي.

د فاریاب اوسیدونکي، حمیدالله وویل: « د دې ښوونځي جوړېدل د ښوونکو او زده کوونکو لپاره یوه ښه اسانتیا ده او په جوړېدو سره یې خلک هم هڅول کیږي او هم زده کوونکي به هم په ارامه اعصابو درسونه ووایي.»

د فاریاب یو بل اوسیدونکي، سید فیض الله هم وویل: « موږ د دغه ښوونځي د ودانۍ په جوړېدو ډېر خوښ یو ځکه چې زموږ ماشومان به په ارامه ذهن درس ووایي.» 

تر دې وړاندې هم د فاریاب د لیرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکو خپلو ماشومانو ته د د زده کړې د مناسب ځای د نشتوالي له امله شکایت کړی و او له حکومت او مرستندویه بنسټونو یې غوښتي و څو په سیمو کې یې د ښوونځیو لپاره معیاري ودانۍ جوړې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه