Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په شبرغان کې کوچیان د خپل ورځني ژوند له ستونزو سرټکوي

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په څنډه کې د پل خراسان په سیمه کې د کوچیانو لسګونه کورنۍ اوسیږي، چې د څښاک پاکو اوبو او روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي.

 دوی له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د مناسب ځای په ځانګړي کولو سره یې ستونزې حل کړي.

په جوزجان کې د کوچیانو استازی، توکل قریه دار وايی: « زموږ غوښتنه دا ده چې په دې سیمه کې روغتون جوړ شي، موږ ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي، تر اوسه دې ځای ته هیڅ پام نه دی شوی.»

د جوزجان اوسېدونکي، نورمحمد هم و ویل:«زموږ وس نه رسیږي چې د ځان لپاره اسانتیاوې برابرې کړو نو دې سیمه ته باید پاملرنه وشي، موږ ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي. »

د دغه ولایت یوه بل اوسېدونکي، حکمت‌الله هم و ویل: «موږ ان یوازې یوه سرپناه نه لرو، حکومت باید موږ ته سرپناه جوړه کړي او ښوونځی او روغتون جوړ کړي.»

د جوزجان د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رییس هم د کوچیانو شته ستونزې مني او په خبره یې، اسلامي امارت هڅه کوي چې د دوی ستونزې هوارې کړي.

د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبایلو رییس، غلام نبی صمیم و ویل: «دغه خلک چې کومې ستونزې لري، مسوولینو سره یې ستونزې شریکې شوي او ان شاالله په پلان کې ده چې رسېدنه ورته وشي.»

جوزجان کې کوچیان د تېر حکومت له لوري پر نه پاملرنې د نیوکې تر څنګ وایي، چې له ژمنو سره سره یې د دوی ستونزو ته رسېدنه ونه کړه او له اسلامي امارته غواړي، چې پر وړاندې یې پرتو ستونزو ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي.

د جوزجان مرکز شبرغان ښار په څنډو کې د کوچیانو لسګونه کورنۍ اوسیږي چې د څښاک اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه