Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جلال‌اباد کې د نیمه‌ګرانبیه ډبرو د پېر او پلور د مرکز پرانیسته

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ختیځ زون په کچه د نیمه‌ګرانبیه ډبرو د پېر او پلور مرکز پرانیستل شو.

ویل شوي چې د ختیځ د څلورو ولایتونو سربېره د هېواد له ځينو نورو سیمو هم نیمه‌ګرانبیه ډبرې دلته د پلور په موخه راوړل کېږي.

د نیمه‌ګرانبیه ډبرو کاروباریان وایي چې، د دغه مرکز په جوړېدو سره یې تر ډېره ستونزې هوارې شوي او له سرپرست حکومته په نړۍواله کچه د نیمه‌ګرانبیه ډبرو په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.
 
 د نیمه‌ګرانبیه ډبرو سوداګر حاجي کیپتان په دې هکله وویل:«دې ګودام اوس اسانتیا برابره کړې‌ ده له کانانو یې راوړو دلته یې ټول اچوو او سوداګر راځي، زموږ هم ورته بیړه نه‌وي ښه په قدر او عزت باندې یې خرڅوو چې سره موافقې ته ورسېږو نو خپله تېږه ورکوو.»

د نیمه‌ګرانبیه ډبرو بل سوداګر پرویز هم وايي:«موږ ته پخوا ډېر مشکلات و، خارجي به مو معدن ته بیول، د غلو او مرګ خطر بهو، ډېر په سختۍ او په سیستم به مو خپل کار کاوه، دغه ګدام  چې رسمي جوړ شوی موږ ترې خوشحاله یو، زموږ ډبرې چې خارجیان اخلي باید موږ یې خپله خارج ته ولېږو.»

د نیمه قیمتي ډبرو د پېر او پلور مرکز مسوول محمد یونس څرګنده کړه:«دلته به خلکو په خپل‌سر کانونه وړل، نو معلومات به نه‌و، دا ځای وزارت معدن له لوري منتخب شو. دلته به ان‌شاالله ټول مالونه راځي، نور به څوک په کان کې خریداري نه‌شي کولی، دلته به هم افغانان او هم خارجیان راځي او خرید به کوي.»

د ننګرهار د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، چې د یاد مرکز په فعالېدو سره به په تور بازار کې د نیمه قېمتي ډبرو د پېر او پلور مخه ونیول شي او همداراز د حکومت د عوایدو کچه هم ورسره لوړه شي.
    
د ننګرهار د کانونو او پټرولیم رییس هدایت الله ابو تراب وویل:«پخوا به د باندې څخه خریداران راتلل او غرو ته به تلل او دا مالونه به یې لیدل، دا د هغوی لپاره سهولت دی چې د تګ او امنیتي ستونزې به هم نه‌وي، خلکو ته به هم سهولت وي چې غرو ته به نه‌ځي، همدلته په ښار کې به ټول مواد په یو ځای پيدا کېږي، معیاري کان کېندل زموږ هدف دی نو دا رقم  مارکېټ هم زموږ د مهمو اهدفو څخه دی.»

د ننګرهار د کانونو او پټرولیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال په یاد ولایت کې ۲۴ د نیمه‌ګرانبیه ډبرو کانونو د کیندلو چارې روانې او شاوخوا ۳۰ زره کسان په‌کې په کار بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه