Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې هره ورځ زر کورنۍ له خیریه بنسټه روژه ماتی ترلاسه کوي

کندهار کې د یوه مرستندویه بنسټ له لوري د روژې له پیل هره ورځ شاوخوا زرو بې وزله کورنیو ته روژه ماتی ورکول کېږي.

د محمد بن راشد آل مکتوم مرستندویه بنسټ هره ورځ د کندهار ولایت په سویلي ډنډ ولسوالۍ کې پنځه سوه اړمنو کسانو ته روژه ماتی تیاروي.

شپته کلنه ماه ګله هم هره ورځ له دې ځایه د روژماتي لپاره چمتو شوي خواړه ترلاسه کوي.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکې ماه ګله وایي: « هېڅ نه لرو، موږ درې کورونه یو، یو مې د لیورځي کور دی او یو مې د لیور کور دی چې د هغوی یتیمان مې هم په  غاړه دي. خپل خاوند مې سپین ږیری دی.»

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرحيم و ویل: « هره ورځ چې دا مرسته ورسره وشي د دې لپاره ډېر څه کیږي. د آینده لپاره هم باید له موږ سره یو څه مرسته وشي.»

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د دغه کلي ډیری اوسېدونکي د وزګارۍ له امله له سختو اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ سره مخ دي، خو وایي روژه کې ورسره د محمد بن راشد آل مکتوم خيريه بنسټ مرستو يې د ستونزو يوه برخه حل کړې ده.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد رحمان و ویل: « دا خلک ډېر سخت در په در دي، ډېره بیکاري ده، ډېره بې وزلي ده، یقینن زه خو دغه سیمه کې اوسېږم داسې کورونه شته چې ماښام په یوه ډوډۍ هم واک نه لري.»

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد رسول داسې وایي: « ما چې هغه بله ورځ مالومات وکړ، روژه چې راغلې ما کتغ ندی کړی، وچه ډوډۍ له اوبو سره خورم، نو دغه سبیل چې رامخ ته شوی دوی ډېر فعاله دي.»

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ بل اوسېدونکي عبدالستار و ویل: « داسې خلک شته چې روژې څخه درې یا څلور میاشتې د مخه به یې هم د وریژو مخ نه وي لیدلی.»

کندهار کې د محمد بن راشد آل مکتوم مرستدویه بنسټ استازی وایي، د روژې د پیل راهيسي هره ورځ ددغه ولایت د مرکز په ګډون په ډنډ، پنجوائي، ژړۍ او دامان ولسواليو کې شاوخوا زر کورنیو ته تازه او ګرم خواړه ويشي.

کندهار د محمد بن راشد آل مکتوم مرستندویه بنسټ مسوول حبيب الرحمن رحماني طلوع نیوز ته و ویل: « په ورځني ډول زموږ د ګروپ له لوري ۵۰۰ کسانو ته روژه ماتې ورکول کیږي.»

د محمد بن راشد ال مکتوم خيريه بنسټ له لوري د خوړو ترڅنګ د هېواد په بېلا-بيلو برخو کې د روژې د پېل راهيسي له بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو لړۍ هم پیل شوې او لا دوام لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه