Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندز کې اوس هم د اوبو په ژرندو غنم اوړه کیږي

که څه هم وروستیو کلونو کې د غنمو د اوړه کولو لپاره له پرمختللو وسایلو کار اخیستل کېږي، خو کندوز کې لا هم د اوبو له ژرندو په استفادې غنم اوړه کېږي.

د انسانانو له لوري د لومړنیو وسایلو په مرسته غوڅې شوې ډبرې، چې د کلونو او پیړیو په اوږدو کې ترې ګټه اخیستل کېږي او د اوبو فشار په مرسته غنم په اوړو بدلوي، نه یوازې چې یوه سپېڅلې دنده ګڼل کېږي، بلکې د ډېری کورنیو لپاره د ګټې وټې تر ټولو ښه سرچینه هم ده.

د دغو ژرندو تاریخي مخینه څه د پاسه سلو کلونو ته رسېږي.

زین الله چې کندز کې د یوې ژرندې مسوول دی، وایي د پرمختللو وسایلو او ماشینونو په جوړېدو سربېره، لا هم ګڼ پېرودونکي لري.

کندز کې د یوې ژرندې مسوول، زین الله د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: د هر کس لپاره دا مفید دي او ډوډۍ ډیره ورکوي او په اوبو باندې تولیديږي، سوځول کیږي نه، له دې نورو مېلونو او ماشینونو مشتریان شکایت کوي او موږ نه الحمدلله تر اوسه چا شکایت نه دی کړی.

کندز کې د یوې ژرندې بل مسوول، عبدالولي و ویل: له دې سبوسي اوړه وځي او شکر او معدې ته ګټه لري، ډير مېلونه پیدا شوي خو دې ځای سقوط نه دی کړی.

د کندز اوسېدونکي وایي، چې د دودیزو ژرندو اوړه د ماشیني ژرندو په پرتله خورا لوړ کیفیت لري او له همدې امله تر ننه ترې کار اخیستل کېږي.

د کندز اوسېدونکی، امیرالله و ویل: دا خو د ژرندې اوړه دي، دا په اوبو سوځوي نه او بل سبوس داره دي او ښه ډوډۍ ورکوي.

د دغه ولایت بل اوسېدونکی، ګلبدین هم وايي: دا قزاقي اوړه چې په بازار کې دي، دا له هغوی پورته دي. زه یې خپله دا ۱۷ کله کیږي له همدې ځایه وړم، تر اوسه پکې چا اګر نه دی کړی.

لوی لرګین څرخ، په دایروي بڼه دوې سترې ښویې ډبرې، ستره لرګینه کاسه چې غنم د ژرندې سوریو ته پرې ور اچول کېږي او د اوړو راوتلو ځای د یوې ژرندې مهمې او اساسي برخې دي.

څرخ د اوبو په فشار سره حرکت کوي او ورپسې دوې سترې ډبرې یو بر بل موښل کېږي، چې په پایله کې یې غنم پر اوړو بدلېږي.

د کندز اوسېدونکي وایي، د دودیزو ژرندو اوړه د ماشیني ژرندو په پرتله خورا لوړ کیفیت لري او له همدې امله تر ننه ترې کار اخیستل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه