Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پلخمري ښار یو کیلومټرۍ ته د طالبانو له رارسېدو د خلکو اندېښنې

د بغلان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبان د پلخمري ښار د بغلان د والي ځای یو کیلومټرۍ ته رسېدلي او د امنیتي ځواکونو او دوی ترمنځ جګړه جریان لري.

رپوټونه رسوي چې د څو تېرو ورځو په جګړه کې په پلخمري ښار کې یو شمېر مُلکي کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ او یا هم ټپيان شوي دي.

د پلخمري ښار په دوهمه حوزه کې نښتې د دې لامل شوې چې خلک خپل کورونه پرېږدي.

په دغو نښتو کې مُلکي خلکو ته هم زیانونه رسېدلي دي.

د پلخمري ښار اوسېدونکی هارون وویل:«له درېیو ورځو راهیسې په دې ځای کې جګړه روانه ده.د طالبانو او دولت ترمنځ جګړه روانه ده.دلته د نهر ګوهرګان سیمه کې ښار ته نېږدې جګړه جریان لري.دغې جګړې زموږ کار درولی دی.»

د پلخمري بل اوسېدونکی هم وايي:«جګړه زموږ د ښار او امنیت لپاره ډېر خطرناک دی.»

خو د بغلان پولیس وايي پلخمري ښار ته د طالبانو د ننوتلو د مخنیوي لپاره یې د ښار په دوهمه حوزه کې امنیتي پوسته جوړه کړې ده.

د بغلان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر امیر ګل حسین خېل وايي:«دا هغه سیمه وه چې دښمن ور څخه استفاده کوله او ځینې وختونه خلک یې ځورول.د ولایت د مقام د مشرۍ په لارښونه،هغه کلي چې زیانمنونکي وو د دښمن له شتونه پاکې شوې.»

د بغلان اوسېدونکي خبرداری ورکوي که افغان ځواکونه د طالبانو د شاتګ لپاره بې له ځنډه اقدام ونه‎کړي ښايي چې طالبان د پلخمري ښار ډېرې برخې ونیسي. 

شریک یي کړئ