Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان د راغستان له کان څخه د میاشتې ۳ مېلیونه افغانۍ ترلاسه کوي

د بدخشان ولایت د راغستان ولسوال محمد رستم راغي وايي چې طالبان د دغه ولسوالۍ د سروزو له کان څخه د میاشتې د ۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت سروزر ترلاسه کوي او دغه پیسې د دولت د ۳۰ مخالفو ډلو ترمنځ وېشل کېږي.

د راغستان ولسوال محمد رستم راغي زیاته کړه:«طالبانو د راغستان ولسوالۍ د سرو زرو کان د ریګ شوی په بڼه په ۳۰ ډلو وېشلی چې د میاشتې هره ډله سل زره افغانۍ اخلي چې د میاشتې ۳۰ لکه کېږي.طالبان پر دغو پیسو وسلې اخلي.»

اخوا د بدخشان ولایتي شورا وايي چې طالبان او نا مسؤوله وسله وال  خپل ډېر عواید د بدخشان له کانونو ترلاسه کوي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالبشیر صمیم څرګنده کړه:«له شک څخه پرته طالبان په بدخشان کې هغه ځای ناامنه کوي چې هلته عایدات لري که‎چېرې دولت د دغه کان د نیولولپاره اقدام ونه کړي شونې ده چې تمویل او سمبال شي.»

اخوا د بدخشان والي هم دا مني چې د راغستان د سرو زرو کان ډېره برخه د طالبانو په واک کې ده.

د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد وايي:«په خپله د راغستان د سرو زرو کان د ریګ شوی په څېر دی طالبان له هغه څخه استفاده کوي.خو د بیکادر کان چې یو ستر کان دی د دولت په سیمه کې دی او موږ په هېڅ ډول مخالفانو ته اجازه نه ورکو چې د دولت دغه ستره پانګه ونیسي.»

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د سرو زرو کان ترڅنګ د بیکادر کان هم شته، او دا کان د هېواد یو له سترو کانونو بلل کېږي او اټکل کېږي چې په دې کان کې به شپاړس ټنه سره زر وي.

شریک یي کړئ