په بغلان ولایت کې د سیمهييزو پولیسو ځواکونه وايي چې دغه ولایت کې د طالبانو د سپین بیرغ پرده کېدو زیاتوالی موندلی او حتا طالبان خپل سپین بیرغونه د واټونو تر غاړې د هېواد د درې رنګه بیرغ ترڅنګ اوچت کړي دي.
د سیمهييزو پولیسو سرتېری محب الله وویل:«طالبان په داسې سیمو کې دي چې موږ نه شو کولای هغو سیمو ته ولاړ شو.تر هغې چې عملیات په لاره وا نه چول شي موږ نه شو کولای د طالبانو بیرغونه را ټیټ کړو.»
سیمهییز پولیس عبدالشکور هم څرګنده کړه:«کهچېرې په دې ډول امنیت وضعیت دوام وکړي،شونې ده اډې په یو بل پسې وپرځېږي.دولت باید ژر تر ژره عملیات ترسره کړي.»
د بغلان ولایت سیمهيیز پولیس خبرداری ورکوي که چې په بغلان کې د ترهګرو د لهمنځه وړو لپاره پوځي عملیات ترسره نهشي نو امنیتي اوضاع به تر دې هم خرابه شي.
بل سیمهییز پولیس محمد خان هم وايي:«کهچېرې وضعیت په همدې بڼه دوام وکړي،شونې ده پوځي اډې وپرځېږي.موږ له دولت څخه غواړو چې ژر تر ژره عملیات ترسره کړي.»
اخوا د بغلان امنیه قوماندان وايي چې امنیتي ځواکونه چمتو دي ترڅو هغه سیمې چې د طالبانو په واک کې دي بېرته ونیسي.
د بغلان امنیه قومندان پاسوال اکرام الدین سریع په دې اړه څرګنده کړه:«پر عملیاتو،د ډنډغوري،ډنډشهاب الدین او دهنه غوري د سیمو په اړه تمرکز په خپل ځای پاتې دی او موږ په ډېر نېږدې راتلونکي کې به دغه عملیات په لاره واچوو او دغه سیمې به بېرته پاکې کړو.»
دا ویناوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په بغلان ولایت کې د دهنه غوري ولسوالۍ په ګډون د څو ولسوالۍ او د یو شمېر ولسوالیو ځینې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.