Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بغلان کې د ۱۳ تنو د وژلو په اړه غبرګونونه

په بغلان کې د ترهګرو ډلو له خوا په ډزو سره د ۱۳ هېوادوالو وژلو ټولیز غبرګونونه راپارولي دي.  

د هېواد په شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمه‎يیز دفتر علما او د مدني ټولنې یو شمېر فعالان په ډزو سره د دغو کارګرانو وژل جنګي جنایت بولي او له حکومته غواړي چې د هیوادوالو د امنیت د ټینګښت لپاره ډیره هڅه وکړي.

هغه په یوې اعتراضیه غونډه کې په مزارشریف کې سره راغونډ شوي  او وايي چې د قومي او توکمي اختلافونو له امله د ولسي وګړو وژل جنګي جنایت دی که‎چېرې دولت له ځان څخه مسؤولیت منل ونه ښيي،دې ته ورته پېښې به زیاتې شي.

د هېواد په شمال کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه‎ييز دفتر د رسنیو مسؤول محمد تقي واحدي وايي:«د توکمي او قومي کرکې له انګېزې سره د ولسي وګړو وژل جنګي جنایت شمېرل کېږي.»

د بلخ یو دیني عالم محسن دانش په دې اړه وویل:«کله ناکله د الله اکبر له شعار سره انسانان د دین په نامه خښېږي او دا د خواشینۍ ځای دی؛په داسې حال کې چې دین د دیانت لپاره د انسانانو او انسانیت پر وژلو او خښولو راضي نه دي»

د ولسي جرګې د غړو غبرګون

 د ولسي جرګې استازي د بغلان په تاله او برفک ولسوالۍ کې د ۱۱ کارګرانو وژل وغندل او وايي چې اوسنۍ اوضاع د هېواد په ګټه نه ده، ځکه ترهګر هڅه کوي چې د ولسي وګړو په وژلو سره د خلکو ترمنځ اختلافونه رامنځته کړي.

د اجرائيه رییس د دویم مرستیال غبرګون

د اجرائیه رییس دویم مرستیال محمد محقق، په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت له زیاتوالي څخه اندېښمن دی.

محمد محقق نن په یوې خبري ناسته کې،په بغلان کې د کان کېندونکو وژل یې د یو شمېر وړو تکفیري ډلو پورې تړي او ټينګار یې وکړ چې د ترهګرو له ۱۰۰ ډلو څخه ۲۰ ډلې یې په افغانستان کې فعالیت کوي.

ښاغلي محقق زیاته کړه چې ترهګر له دغه کار سره،د خلکو ترمنځ وېره رامنځته کوي او غواړي په هېواد کې مذهبي او ژبنیو جګړو ته لمن ووهي د ښاغلي محقق په وینا،چې په کې کار نه بریالي کېږي.

د یوه ټپي د سترګو حال  

هغه کس چې په تاله او برفک ولسوالۍ کې د وسله والو له ډزو ژوندی پاتې دی، په ملا په مرمۍ لګېدلی دی.وايي چې مخ پټو کسانو د مذهب له امله پر دوی ډزې کړې دي.

محمد حسین چې اوس د پلخمري په مرکزي روغتون کې بستری دی دی وايي چې داعشیانو یو مسافر وړونکی موټر چې له بغلان څخه د بامیانو په لور روان وو د تاله او برفک په ولسوالۍ کې ودراوه او له لسو ډېر مسافر یې چې ټول شیعه وو په ډزو ووژل.

د بغلان د والي ژمنه

 د بغلان والي وايي چې د دغو قربانیانو د وینو غچ به ډېر ژر واخیستل شي.

د بغلان والي عبدالستار بارز په دې اړه زیاته کړه:«هغه جنایت چې دښمن د مؤمنو او مسلمانو خلکو په وړانډې یې کوي،یو غیراسلامي او غیر انساني کړنه ده.موږ دوه تنه ټيپان مزار شریف ته استولي دي.»

شریک یي کړئ