Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستان سره د اړیکو پر ښه‎کېدو د نوازشریف باور

د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف وایي چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر ښه کیدو باور لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به شته کړکېچ هوار شي او اړیکې به ښې شي.

نوموړی زیاتوي څه موده مخکې یې چې له ولسمشر غني سره د قزاقستان په آستانه ښار کې ولیدل، د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه کېدو ته هیله‎من شوی دی.

نوازشریف د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره د پریکړو پر عملي کیدو ټینګار کوي.

د نوموړي په وینا، د کابل او اسلام آباد دوه اړخیزې پریکړې د ترلاس نیولو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې، چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره منځګړیتوب پیل کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر، نواز شریف لندن ته د خپل سفر په ترڅ کې خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان پاکستان اړیکو ښه‎کېدو باندې باوري دي

شریک یي کړئ