Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د استاد سراهنګ په نوم د موسیقۍ ښوونځي د جوړېدو لپاره غوښتنې

د استاد سراهنګ چې په افغانستان کې د موسیقۍ پر بابا مشهور دی، خپل خپلوان په هېواد کې د هغه په نامه د موسیقۍ د یوه ښوونځي د جوړېدو غوښتنه کوي.

د دوی په وینا، هر کال د نوموړي د تلین په اړه په جوړېدونکو غونډو کې د استاد سراهنګ په نامه د موسیقۍ د یوه ښوونځي له جوړدېدو یادونه کېږي؛ خو لا تر اوسه د حکومت دغه ژمنه نه ده عملي شوې.

تېره ورځ (یکشنبې د غبرګولي ۱۶مه) د استاد سراهنګ د ۳۹ تلین و.

دوی له حکومته غواړي چې، د کابل په خرابات سیمه کې د استاد سر آهنګ هغه کور چې په کې زېږېدلی خوندي کړي او د هغه په نامه د موسیقۍ ښوونځی په همدې کور کې جوړ کړي.

د استاد سرآهنګ خوریی فرید احمد په دې هکله وايي:«همدا کار چې په هغه کې د موسیقۍ سرتاج سترګې غړولې دي، خدای بښلی استاد سراهنګ، دا کور د استاد سراهنګ له پلاره هغه ته پاتې دی چې ما تراوسه هغه ساتلی دی.»

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د موسیقۍ د ریاست محمد احسان عرفان د رییس په وینا حکومت کولای شي د موسیقۍ ریاست ته پراختیا ورکړي او د استاد سرآهنګ په نوم ښوونځي کې د هغه د موسیقۍ ټول سبکونه تدریس کړي:«د موسیقۍ ریاست په اصطلاح یو بنسټ دی چې په هغه کې له نړیوالو معیارونو سره موسیقي تدریس کېږي. کولای شو چې دغه ریاست ته پراختیا ورکړو او مسلکي استادان له موږ سره کار وکړي او دا د استاد سراهنک په نوم ښوونځی کړو او د هغه د سبکونو موسیقۍ په کې تدریس کړو.»
 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال هارون حکیمي څرګندوي:«په جنګي شرایطو کې موږ د ذهنونو تنویر او ترمیم ته اړتیا لرو چې په دې برخه کې هنر غوښنه ونډه لري او موږ اړتیا لرو چې په دې برخه کې او په دغو اوسنیو شرایطو کې د هنر او موسیقۍ او د هېواد نورو هنرونو ته پاملرنه ولرو.»

د محمد حسین سرآهنګ د کورنۍ په وینا هغه په هېواد کې د ننه او بهر د موسیقۍ په څو کنسرټونو کې په ګډون او موسیقۍ ته په خدمتونو سره ډېر مډالونه واخیستل خو دغه مډالونه د هنرمندانو ټولنې ته له سپارل کېدو وروسته د کورنیو جګړو پرمهال ورک شول.

شریک یي کړئ