Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالسلام حنفي د هېواد د لرغونو اثارو پر خوندیتوب ټينګار وکړ

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن (دوشنبې، د وري په ۱۳مه) د قران کریم د خطي نسخو د نندارتون په پرانیسته کې د هېواد د لرغونو اثارو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار وکړ.

ښاغلي حنفي زیاته کړې چې د هېواد د تاریخي اثارو ساتنه او له قاچاقه يې مخنیوی د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی او اسلامي امارت د تاریخي اثارو ساتنې او بډاینې ته ژمن دی.

د قران‌کریم د خطي نسخو نندارتون د قران کریم د نزول میاشتې په مناسبت د اطلاعات او کلتور وزارت له خوا په ملي ارشیف کې پرانیستل شو.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه:«زموږ او تاسو مکلفیت دی چې له خپلو تاریخي اثارو ساتنه وکړو. او په ټوله معنا د دغو اثارو د قاچاق او د له‌منځه تلو مخنیوی وکړو.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال په خبره، د ملي ارشیف د ساتنې او بډاینې لپاره باید بودیجه ځانګړې شي، ترڅو هېواد کې لرغوني اثار په ښه توګه خوندي شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال عتیق‌الله عزیزي وايي:«موږ د ریاست‌الوزرا له اداري مرستیاله غواړو چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ارګانونو ته جدي پاملرنه ولري په ځانګړې توګه ملي ارشیف او ملي موزیم ته؛ ځکه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ه مستقیمه توګه په ملت پورې تړاو لري. د ملي موزیم او ملي ارشیف ودانۍ بیارغونې ته اړتیا لري. د تاریخي اثارو د خوندیتوب او ساتنې لپاره بودیجې ته اړتیا ده چې باید هغې ته پاملرنه وشي.»

ورته مهال د نندارتون ګډونوال دا ډول نندارتونونه د تاریخي اثارو د ساتنې او بډاینې لپاره ګټور بولي.

د نندارتون ګډونوال خدا داد وویل:«دا ډول نندارتونونه د خوندیتوب او د تاریخي اثارو د بډاینې لپاره ډېر ګټور دي او په راتلوونکي هم باید د تاریخي اثارو د نندارتون جوړولو ته پاملرنه وشي.»

فرهنګي فعال عبدالرشید عثمان هم څرګندوي:«په ننني نندارتون کې د قران‌کریم نسخې د قران کریم د نزول د میاشتې په مناسبت او په ټول کې د قران‌کریم ۷۰ نسخې نندارې ته کېښودل شوې.»

د افغانستان د ملي ارشیف د اطلاعاتو پر بنسټ، اوس‌مهال په دغه ارشیف کې ۹ زره بېلابېل تاریخي کتابونه، لرغونې خزانې او نور تاریخي اثار ساتل کېږي او د قران کریم د نسخو په پنځه ورځني نندارتون کې ۷۰ جلده قران کریم نندارې ته وړاندې شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه