Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بامیان کې د ګرځندوی صنعت د ودې په موخه د پراختیايي پروژو پلي کول

هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان د بامیان له طبیعي ښکلاو او لرغونو سیمو د لیدو په موخه دغه ولایت ته سفر کوي او د ګرځندوی له لارې د حکومت خزانې ته پر عوایدو سربېره، د دغه ولایت سلګونه اوسېدونکو ته هم د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د بامیان والي وایي، د ګرځندوی صنعت د ودې په موخه به روان کال دغه ولایت کې څو پراختیایي پروژې پلي کړي.

د بامیان والي، عبدالله سرحدي و ویل: بیارغونه دوام لري، کار روان دی، یو دوه موسسې هلته کار کوي. زموږ هڅه دا ده چې سولر په بشپړه توګه نصب شي او ټول بند امیر ته برېښنا ورکړل شي او د سړک په برخه کې مو هم دا په پام کې نیولي چې سړک ټول اوپاشي شي چې دوړې نه وي او د هوټلونو په برخه کې هم په پام کې ده چې د مېلمنو لپاره لوی هوټلونه جوړ شي.

د نویو ودانیو جوړول، د لرغونو سیمو ساتنه او رغونه، د ګرځندویانو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرول او د لګېدلو محدودیتونو لرې کول د ګرځندوی صنعت د ودې په برخه کې مهم ګامونه بلل کېږي.

د پوهنتون استاد، باقر معرفت په دې تړاو و ویل: هر څومره چې د ګرځندوی صنعت، اسانتیاو او نورو برخو ته پام وشي په هماغه کچه ګټور تمامیږي او له دې لارې عواید هم زیاتیږي. دولت کولای شي په دغه برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

یوه فرهنګي فعال، میثم نظري بیا و ویل: ډیرې ستونزې شته، لکه امکانات معیاري نه دي، پوخ سړک او زیربناوې نشته، او یو شمېر نور محدودیتونه هم موجود دي، همدا ددې لامل کیږي چې د ګرځندوی د صنعت پر وړاندې خنډ شي. که دغه خنډونه لرې شي، نسبي وده رامنځته کیږي.

د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شمېرو له مخې، تېر کال څه باندې سل زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له طبیعي جاذبو او لرغونو سیمو لیدنه کړې او روان کال به د سیلانیانو د جذب په موخه لا هلې ځلې وکړي.

د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شمېرو له مخې، تېر کال څه باندې سل زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له طبیعي جاذبو او لرغونو سیمو لیدنه کړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه