Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جلال‌اباد کې د فلسطین په ملاتړ مشاعره وشوه

په جلال اباد ښار کې د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د غزې مسلمانانو پر ملاتړ " د غزې ولسه هېر مو نه یې"  تر نامه لاندې مشاعره جوړه شوه.

د ننګرهار سیمه ییز مسوولين وايي، له دې مشاعرې یې موخه د فلسطين او غزې له ولس سره خواخوږي څرګندول دي.

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رییس ساجد خوږیاڼي و ویل: «د فلسطین  مظلوم ولس سره  د شعر په ژبه غمرازي کول دي، نو د شعر شپه مو ورته عنوان ورکړیدی، دلته د مشرقي او مختلفو ولایتونو څخه شاعران راغلي دي، هغوی به د شعر په ژبه د فلسطین ولس سره د شعر په ژبه خواخوږي او غمرازي شریکوي.»

دغه مشاعره کې ځینو شاعرانو د شعر په ژبه د فلسطين او غزې له ولس سره د خواخوږي ترڅنګ پر فلسطيني وګړو د اسراییلو روان بريدونه وغندل.

شاعر ضیاء الدین همت مل طلوع نیوز ته و ویل: «هلته د کربلا تمثیل کیږي پر هغوی مرمۍ وریږي، واړه ماشومان سپبن ږیري او تور سرې وژل کیږي. دلته د هر شاعر د زړه څخه وینې څاڅي.»

شاعر سلیمان تلاش داسې و ویل: «څه مو چې تر وسه کیږي تر نورو یې رسوو خدای دې وکړي چې پر دوی رحم وشي، او له دې بدبختیو څخه رابهر شي.»

شاعر عبدالهادي فرهنګ و ویل: «شاعر باید د همه انسانیت شاعر وي، موږ هم په همدې پار چې د همه انسانیت له نامې سره تړون وکړو، نو د غزې مسلمانانو د هغوی د شهیدانو د غمرازۍ او غم شریکۍ په پار مو ماښامې جوړ کړی او راټول شوي یو.»
 
ننګرهار کې دا مشاعره داسې مهال جوړېږي، چې له ‌دې وړاندې د هېواد بېلابېلو ولايتونو کې د فلسطين ولس په ملاتړ او د اسراییلو پر خلاف لاریونونه هم شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه