د لومړي ځل لپاره د «باران» په نامه د ماډلینګ یوې ډلې نن پنجشنبې (د زمري په ۲۶ مه) په کابل کې په خپل فعالیت پیل وکړ.
دغه ډله چې ۵۰ موډله لري، نن یې د هېواد د بېلابېلو برخو د خلکو جامې ننداره چیانو ته نندارې ته وړانډې کړې.
د دغې ډلې مسووله انجیلا ناصري په دې اړه وايي چې د «باران» ډلې له رامنځته کېدو موخه د هېواد د دودیزو جامو دود او د تولید په برخه کې ځان بساینې رسېدل بولي.
هغه زیاته کړه:«په لومړنۍ ناسته کې، زموږ جامې سیمهییزې فرهنګې جامې دي؛ زموږ د قومونو جامې دي زموږ راتلوونکې جامې، محفلي جامې دي چې شا او ناوې او یا هم د ښادۍ په محفلو کې له هغې ګټه اخیستل کېږي.»
د دغه ماډلینګ ډلې ۲۰ کلن احمد مجتبې جمیل د ۱۸۰ ساتني متر قد په لرلو سره د طب پووهنځي زده کړیال دی.
دغه ټول موډلونه له وړاندې په معیار ډول ټاکل شوي، د قد او هنري اخلاقو له مخې يې شپږ میاشتني تړونونه لاسلیک کړي دي.
له دې وړاندې دوه تولیدي شرکتونو خپلې سیمهییزې تولیدي جامې، به يي د موډل نندارې ته وړاندې کولې.