Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یونسکو د «بیا زېږون» په نامه د عکاسۍ سیالۍ په لاره اچوي

یونسکو او یا هم د ملګرو ملتونوسازمان کلتوري، علمی او ښوونیزه برخه، افغان حکومت او طلوع نیوز غواړی د انځورونو د یوې سیالۍ په ترسره کولو سره د افغانستان د راتلونکي لپاره مثبت انځور وړاندي کړي.

دغه سیالۍ چې تمه ده تر راتلونکو ۲ میاشتو پورې ترسره شي د «بیا زېږون» په نامه به ونومول شي.

په افغانستان کې د یونسکو استازی وایي هرڅوک له هر ځایه کولای شي چې په کمرې او موبایل سره اخستل شوي انځورونه دغه نندارتون ته واستوي.

په افغانستان کې د یونسکو یا د ملګروملتو د کلتوري او روزنیز سازمان استازې وايي دا نندارتون له دې امله جوړېږي چې د افغانستان په اړه منفي نظر بدل شي.

هغه زیاتوي د عکاسۍ نندارتون چې ۲ کاله مخکې د کابل په بابر بڼ کې د دغه سازمان لخوا جوړ شوی وه په‎کې وښودل شول چې افغانان تر ډېره ښه ژوند ته هیله من دي.

په افغانستان کې د یونسکو استازې پټریشیا مک فلېپس په دې اړه وویل:«موخه مو دا ده چې په اصل کې په افغانستان کې مثبت‎پالنه دود شي، موږ نه غواړو د هغو لویو ننګونو په اړه بحث وکړو چې افغانستان ورسره مخ دی، په دې لړ کې د مثبت‎پالنې، پرمختګ او ښکلا روحیه شته چې موږ غواړو د عکاسۍ  د سیالۍ له لارې یې دود کړو.»

د افغانستان لپاره د یونسکو د کلتوري څانګې مدیره وايي د عکاسۍ په دغو سیالیو کې هر څوک ګډون کولای شي. خو عکسونه باید د افغانستان په اړه وي.

د یونسکو د کلتوري څانګې د پروګرامونو د مدیرې په وینا غوره عکسونه او آثار د غوراوي د یوې کورنۍ او بهرنۍ ډلې لخوا ټاکل کېږي.

د افغانستان لپاره د یونسکو د کلتوري څانګې د پروګرامونو مدیره چوننون سانګیسانک څرګنده کړه:«سږکال زموږ د پروګرام موضوع په افغانستان کې «بیا زیږون» دی، که خلک د ویلو کیسې لري او غواړي خپل احساسات د عکسونو له لارې بیان کړي، سږ کال زموږ لخوا منل کېږي، هر عکس چې دوی رالېږي موږ ورته سپارښتنه کوو چې تر شا یې یوه کیسه نغښتې وي، داسې کیسه چې د افغانستان د راتلونکي لپاره مثبت اړخونه بیان کړي.»

  هغه کسان چې په سیالۍ کې ګډون کوي د روان کال د وږي تر ۲۲ نېټې دغه بنسټ ته عکسونه رالېږلی شي او د تلې میاشتې په ۲۱ نېټه به د درېیو ګټوونکو نومونه او غوره اثار د یونسکو د ویب‎پاڼې او فیسبوک له لارې اعلان شي.

د کمرې د عکسونو درېیو ګټوونکو ته له یوه تر درېیو زرو ډالر جایزه ورکول کېږي خو د موبایل د عکسونو هرو درېیو ګټوونکو ته زر ډالر جایزه په پام کې نیول شوې ده.

شرطونه او ضوابط:
 
لاندې یاد شوۍ قواعد او ضوابط د افغانستان د انځورونو د ملي سیالۍ لپاره د تطبیق وړ دی. د سیالۍ ګډونوال او نوماندان مکلف دي، چې لاندې قواعد او ضوابط په بشپړه توګه په پام کې ونیسي.

دا سیالۍ دوې برخې لري: د کامرې عکاسۍ او د موبایل عکاسۍ. هره برخه ځانګړي حکم لري او په جلا ډول ارزول کېږي. ټول عکسونه باید په ډیجیټلي فارمټ سره وي.

د دواړه ډوله عکسونو د استولو په برخه کې هر ډول احتمالي لګښتونه په ګډونکوونکي پورې اړه لري.

په دې سیالۍ کې ګډون وړیا دئ!

څوک کولای شی چه ګډون وکړي:

هر شخص کولای شي ګډون وکړي (افغان یا بل هر څوک چې،په افغانستان کې اوسېږی او یانه اوسېږي) خو د یونسکو کارکوونکې (چې دنده یي دایمي وي یا لنډمهاله،او سنی کارکوونکی وی یا پخوانی ) همدارنګه د طلوع نیوز موجوده (دایي او غیر دایم) کار کوونکي هم په سیالۍ کې ګډون نه شي کولی.

کوم انځور را استولای شئ.

را استول شوي انځورونه باید د افغانستان د "بیا زیږون" په اړه د انځور ګر د شخصي او خپلواک تفسیر او تفکر څرګند وي.

۱- شامل شوي مواد باید د افغانستان طبیعی او کلتوری ښکلا او د هغه ماهیت وړاندې او وځلوي . په دې سره کولای شو کلتوري میراث لا بډای کړو لکه مجسمی، د معماري آثار، مجسمی جوړونه، نقاشۍ، پخواني میراثي کتابونه او تاریخي اثار چې تاریخ پورې اړه لري. همدارنګه نه لمس کېدونکي کلتوري میراثونه لکه نمایشي هنرونه، موسیقي، نڅا، ټولنیز دودونه، جشنونه، کلتوري جوړښتونه، او صنعت منځته راوړنه،طبعی میراثونه لکه منظرې او سیمې چې د ښایست پېژندنې، قوم پېژندنې،انسان پېژندنې او علم له پلوه مهم دي.

۲- هر ګډونوال کولای شي تر لسو (۱۰) پورې انځورونه (مواد) په یوه کټګورۍ کې شامل کړي.

۳- انځور باید په تېرو درېیو کلونو کې اخیستل شوی وي د بېلګې په ډول : د ۱۳۹۱ کال د تلې له ۳۰ مې څخه وروسته تاسې کولای شئ د انځور رنګ جوړ او یا تصفیه کړئ، خو د انځور په محتوا او متن کې باید د ډیجيټل له نظره لاس کاري یا درغلي ونهشي.

انځورونه څنګه واستوو

د کامرې د انځورونو ډول (کټګوري) کې د ګډون لپاره باید انځورونه په دې برېښنالیک : ([email protected]) له لارې راولېږئ او د فایل شریکولو (file sharing) لکه WeTransfer یا Dropbox څخه استفاده وکړئ.

ګډونوال باید د انځور( فایل) نوم د انځورګر په نوم ونوموي، او همدارنګه د انځور شمېره د یو څخه تر لس پورې او ورپسې د هغه ښار نوم یادونه وکړي چې نوموړي انځور پکۍ اخیستل شوی دی.

د بېلګې په ډول هغه انځورنو (فایلونو) نومونه چې د محمدی لخوا په بامیان ولایت کې اخیستل شوي پهدې ډول نومول کېږي:
 
((Masoudi1Jalalabad، (Masoudi2Kandahar) او داسې نور…
 
پهدې کتګوری کې د انځورونو د شاملولو لپاره ضروري ده چې د انځورونو اندازه باید د ۲۰MB څخه زیاته نه وي او شکل یې JPEG یا JPG وي او اوږد والی یې لږ تر لږه ۳۰۰dpi په ۲۰۰۰pixels کې وي.
 
د موبایل انځورونو ډول ( کټګورۍ) کې د ګډون لپاره باید نوموړي انځورونه په فېسبوک پاڼه (www.facebook.com/kabul.photobiennale) کې واچوي.

په دې ډول سیالۍ کې انځورونه باید د موبایل یا ټابلیټ په وسیله واخیستل شي، د موبایل د انځورونو اوږدوالی باید لږ تر لږه ۵MB څخه زیات نه وي.
 
ټول لاندیني یاد شوي مالومات باید څرګند او واضح وي:
 
• د انځورونو د سیالۍ په کوم ډول ( کټګورۍ) کې ګډون کوي (کامره/موبایل)
 
• د انځورګر نوم
 
• د انځور د اخیستنې ځای او کال
 
• که امکان ولري، باید لږ وضاحت ورکړل شي چې نوموړی انځور ولې د افغانستان ویاړ ګڼل کېږي؟
 
هر هغه انځور به د سیالۍ څخه لیرې او سیال ونه ګڼل شي چې په غلطې کټګورۍ کې سیالۍ ته وړاندې شي، د بېلګې په ډول که د کامرې انځور د موبایل انځور کټګورۍ ته د فېسبوک له لارې وړاندې شي، او یا د موبایل انځور د کامرې ډول (کټګوری) ته د ایمیل له لیارې وړاندې شي.
 
د انځورونو استولو وروستۍ نېټه:
 
نوموړې سیالی ته د انځورونو وړاندې کولو وروستنی نېټه د ۱۳۹۶ کال د وږي ۲۲ نېټه، ۲۳:۵۹د کابل په وخت) بجې ټاکل شوې ده، له ټاکلې نېټې او وخت څخه وروسته رارسېدلي انځورونه به له پامه وغورځول شي. یونسکو به هېڅکله دا مسؤولیت په غاړه وانهخلي، که چېرې کوم انځور د انټرنيټي شبکې د ستونزې او یا هم د کوم بل لامل له امله له ټاکلي وخت څخه وروسته را ورسېږي او یا د لېږد په وخت کې له مینځه لاړ شي.

قضاوت کول:

۱- د هرې کټګوری په اړه به فیصله د مشهورو انځورګرانو او هنرمندانو کمېټه کوي، منصفه پلاوی له لاندې کسانو څخه عبارت دی:

• عتیق رحیمي
• مسعود حسیني

• رضا دقتي(د پلاوي مشر)

• نیلوفر پذیرا

• سدي کریر
 
د مصنفه پلاوي غړو (داورانو) پریکړه به حتمي پریکړه وي، د ګډونوالو لخوا هر هغه کوښښ او زیار چې په نهایي پریکړه لاس رسۍ پیدا کړي، یا سیالۍ متاثره کړي نو نوموړی شخص به ډېر ژر په سیالي کې د نه ګډون وړ وګرځول شي.

د سیالۍ هره کټګوري درې ګټونکي او په سیالۍ کې د ګډون کوونکو څخه د هرې کټګورۍ غوره انځورونه به د ۱۳۹۶ کال د تلې د میاشتې په ۲۱ نېټې د ویبسایټونو لکه:

(www.unesco.org/kabulwww.bamiyanculturalcentre.org, (www.facebook.com/kabul.photobiennale) له لارې خپاره شي.

جایزې:
 
د کامرې کټګورۍ سیالۍ لومړي ګټوونکي ته به ۳۰۰۰ امریکايي ډالر جایزه ورکړل شي دویم ګټوونکي ته به د ۲۰۰۰ امریکایي ډالر او درېیم ته به ۱۰۰۰ امریکایي ډالر د ډالۍ او جایزې په توګه ورکړل شي.

د دې سیالۍ د موبایل کټګورۍ درې لومړني کټونکو ته به  زر، زر امریکايي ډالر ورکړل شي.

د سیالۍ ګټوونکي د هر ډول ماليې او یا بل مصرف ټول مسؤولیت په خپله غاړه لري.

د ګډون کوونکو حقونه اومسؤولیتونه:
 
ګډونوال په سیالۍ کې د شاملو توکو او په توکو کې د شاملو مضامینو د شخصي حق خاوند دی او د عملي شوي قانون مطابق د شامل کړای شویو موادو د مضامینو د ښودلو لپاره یوازې نوموړی شخص د جایزې مسؤولیت په غاړه لري. د درېیم شخص د دعوی او یا شکایت په صورت کې چې شاملو موادو له امله نوموړی درېیم شخص ته حقوقي یا بل کوم زیان رسېدلی وي، یونسکو د نوموړې دعوې او یا شکایت مسؤولیت نه لري.
 
ګډونوال حق لري، چې له خپلو انځورونو څخه چې د هرې موخې لپاره چې اخیستي استفاده وکړي او حقوق یې له ځان سره خوندي وساتي. په دې سیالۍ کې په ګډون کولو سره، ګډونوال یونسکو ته وړیا امتیاز ورکړي چې اړوند انځورونه د نړۍ په هر ځای کې له کوم محدودیت څخه پرته وړاندې کړي، ووېشي او له کوم بدلون پرته یې د سیالۍ او یا د هغې د اړوند لا غوړېدو لپاره له کوم تجارتي مقصد په هر ډول چې وغواړي بیا خپاره کړي. له هر انځور څخه چې استفاده کېږي له هغه سره به د انځورګر نوم ذکر کېږي.

که یونسکو وغواړي، چې دغه انځور له دې سیالۍ پرته د بل کوم هدف لپاره استعمال کړي نو په هغه صورت کې به د انځورګر اجازې ته اړتیا وي.

شامل شوي مواد باید د یونسکو له اړونده عملي شوي قانون سره مطابقت ولري، هر هغه مواد چې د یونسکو د قانون د اصولو پر خلاف وي لکه : فحش، په جنسي ډول تېری کوونکی ، ډله ییز امتیاز، نسلي امتیاز پر بنسټ ولاړ وي یا د چا د اساسي حقوقو پرخلاف وي، نوله یو نسکو سره د قانون مطابق دا حق خوندي دی چې داسې مواد له سیالي څخه وباسي. په شامل شوو موادو کې باید د هېچا د رازونو په حقوقونو تېری ونه شی که نوموړی کس ژوندی وي او یا هم مړ وي.

یونسکو دا حق له ځان سره محفوظ ساتی چې د چمتووالي، پلان، وخت ټاکنه او یا هم کوم بل شی چې مستقیم او یا غیر مستقیم په سیالۍ پورې اړه ولري. هر وخت او یا ده هر لامل له کبله په سیالۍ کې بدلونونه راوړي او یا سیالۍ له مینځه یوسي.

دلته باید داسې یو اټکل یا فکر ونه شي چې له محدودیتونو څخه لوړ وي او یا د یونسکو د امتیازاتو او خوندیتوبونو څخه ترې سترګې پټې شوې وي.
 
د لا زیاتو مالوماتو لپاره مهرباني وکړئ په دی برېښنالیک اړیکه ونیسئ [email protected]

شریک یي کړئ