Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بامیانو د لرغونو سیمو په لنډو کې د خپل سرو جوړونو څخه د یونسکو اندېښنه

د یونسکو سازمان،یا د ملګرو ملتونو سازمان کلتوري او علمي سازمان د بامیانو د لرغونو سیمو ته څېرمه خپل سرې جوړونې د دغه ولایت د کلتوري آثارو په وړاندې جدي ګواښونه بولي.

د دغه سازمان چارواکو په یوه لیک کې له حکومت څخه غواړي ترڅو د دغه ولایت د فرهنګي میراثونو ته څېرمه د خپل سرو جوړونو مخه ونیسي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې اړه د سیمه‎ييزو چارواکو نه همکاري د یونسکو د اندېښنې اصلي لامل بولي.

په دې وروستیو کې یونسکو یا د ملګروملتو علمي، کلتوري او روزنیز سازمان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د بامیان ولایت چارواکو ته په لیک کې اندېښنه څرګنده کړې چې د بامیان کلتوري میراثونو ته نږدې کرنیزې پراختیا او خپل سرو ودانیو د دغه ولایت کلتوري څیرې ته زیان رسولی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي د یونسکو دغه اندېښنې د دوی د اندېښنو یوه برخه ګڼي او د خلکو د همکارۍ نشتوالی او د بامیان د سیمه‎يیزو چارواکو پڅ کارونه د دغو اندېښنو د زیاتوالي لامل ګڼي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي چارو مرستیال سید مصدق خلیلي په دې اړه وویل: "موږ له هغوی څخه هیله کوو چې د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره د لرغونو سیمو او تاریخي ودانیو د ساتنې په برخه کې تل مرسته وکړي.اوس چې کله موږ ولایتو ته لیک استوو،دا د سیمه‎ييزو چارواکو مسؤولیت دی چې د لرغونو سمیو د غصب د مخنیوي په برخه کې موږ غږ ته لبیک ووايي او مرسته وکړي".

په ولسي جرګه کې د بامیان ولایت یو شمېر استازي وایي د ځمکو خاوندانو د سیمه‎يیزو چارواکو په اجازه د بامیان د کلتوري میراثونو په شاوخوا کې کرنیزې چارې او د کورونو جوړول پراخ کړي او دې کار د بامیان کلتوري څېرې ته زیان رسولی دی.

په ولسي جرګه کې د بامیانو استازي فکوري بهشتي څرګنده کړه: " د ګواښونو پر خلاف،ماستر پلان ته ته يې پراختیا ورکړې ده او په هغو سیمو کې چې باید دغه کورنه جوړ نه شي دغه کورنه عملاً جوړېږي،شپه او ورځ جوړېږي او همدارنګه په ډېرو پیسو سره جوړېږي.په خواشینۍ سره د یونسکو دغه ګواښ هېڅ څوک نه مرکزي او نه هم سیمه‎ييز حکومت او همدارنګه نه نړیوال قاچاق وړنکي چې په دغو سیمو کې شریک دي نه اوري".

د بامیانو والي طاهر زهیر په دې اړه وویل: "ځينې د شپې له تیارو څخه په ګټې اخیستنې سره یا د امنیتي ځواکونو له سترګو څخه پټ شونې ده چې دلته محدودې جوړونې شوې وي چې موږ خبرتیا ترلاسه کړې ده مخنیو مو کړی دی او پرېښي مو نه دي موږ هوډ لرو چې لرغوني آبدې او سرې سیمې وساتو".

د بامیان د کلتوري څېرې د له منځه وړلو د احتمال په اړه اندېښنې په داسې حال کې زیاتېږي چې بامیان د سارک د غړو هېوادونو د کلتوري پلازمېني په توګه اعلان شوی دی.

له بلخوا دغه ولایت د لرغونو آثارو د لرلو له امله د نړۍ د مخکښو ښارونو له ډلې سره د یو ځای کېدو لپاره، د ملګروملتو په علمي، کلتوري او روزنیز سازمان کې نوماند شوی او ټاکل شوې ده ډېر زر په دې اړه تصمیم ونیول شي.

د یونسکو سازمان،یا د ملګرو ملتونو سازمان کلتوري او علمي سازمان د بامیانو د لرغونو سیمو ته څېرمه خپ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه