بست کلا د افغانستان له لرغونو میراثونو څخه شمېرل کېږي چې د هغې لرغونتیا د اسلام څخه وړاندې حتا د میلاد څخه وړاندې ته ورګرځي. ویل کېږي چې د تېرو ۸۰۰ کلونو په موده کې د دغې کلا د بیارغولو لپاره هېڅ ډول هڅه نهده ترسره شوې او د دولت او کلتوري بنسټونو نهپاملرنه د دې لامل شوې ده چې د هېواد د دغې تاریخي بنا څخه یوازې یوه نمونه پر ځای پاتې شي.
د دغې کلا یو ساتونکی وايي چې یوازې د سردار محمد داوود خان د حکومت پر مهال د کلا یوه برخه رغول شوې او بس. د ویلو وړ ده چې د بست د تاریخي کلا ځینې ځمکې هم د یو شمېر زورواکو لهخوا غصب شوي دي.
د بست کلا ساتونکي، امیر محمد ویلي دي: " د بست کلا ۳۰۰ زره کاله لرغونتیا لري او له میلاد څخه وړاندې پېژندل شوې ده خو ورځ په ورځ د نړېدو په حال کې ده او حکومت هېڅ پاملرنه نهکوي".
دغه کلا د لښکرګاه ښار په سیمو کې د هیرمند رود تر څنګ پر یوې خاورینې تپې په څو پوړونو کې جوړه شوې ده او د ښه اوبو او هوا له امله دغه کلا یو وخت د سلطان محمود غزنوي تفرېح ځای هم وه. دغه کلا په څو پېرونو کې بیارغول شوې ده او د دغې کلا په ویجاړیو کې کولای شو د اسلامي او د اسلام څخه وړاندې معمارۍ ښکلاوې ووینو.
یوه لیدونکي په دې اړه داسې ویلي دي: " دغه کلا سلګونه زره کاله لرغونتیا لري او موږ تل دلته راځو خو ورځ په ورځ د نړېدو په حال کې ده".
بل لیدونکي وویل: " هېڅ څوک پاملرنه نهکوي چې دغه کلا بیاورغوي موږ غواړو چې دغه کلا بیاورغول شي".
دغه کلا د محمد ظاهر شاه د پادشاهۍ په پېر کې بیاورغول شوه، خو د دغې کلا د بیارغونې خپرونه پای ته ونهرسېده او له هغې مودې راهیسې د دغې کلا د بیارغولو لپاره هېڅ ډول خپرونه نهلیدل کېږي.
بست کلا د هېواد له لرغونو میراثونو څخه ده چې د یونسکو لهخوا هم ثبت شوې ده.
په ورته وخت کې، د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس نا امنۍ د دغې کلا د هېرېدو لامل بولي.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس، علي شاه مظلومیار ویلي دي: " موږ د دغې کلا د بیارغولو لپاره یونسکو، فېروز کوه، د فرانسې کلتوري مرکز او ډېریو سفارتونو ته مراجعه کړې ده خو د دغې کلا په وړاندې نا امنۍ ستونزه بولي او نا امنۍ یې پلمه ده".
دغه کلا د لومړي ځل لپاره پر دغه هېواد د عربانو په برید کې ویجاړه شوه او وروسته په اسلامي پېر کې غوریانو او مغولانو د دغې کلا په ویجاړېدو کې ونډه درلوده.
په دې اړه مو اندونه