لومړی سیالییز جشن ابر ستاره چې د طلوع تلویزیون له خوا جوړ شي و. په دې سیالییز جشن ۶۰ تنو برخه اخیستې وه . چې له څخه دولس تنه غوره شول .
د دې دولسو غوره شویو له منځ څخه لومړي مقام یعنې (( ابرستاره )) سیر ولی زاده شو . شریف دیدار دوهم مقام او مسعود همنوا درېم مقام د خلکو د رایو په مټ خپل کړ.
په دې سیالییز جشن کې برخه اخیستوونکي هغه کسان وي چې په افغان ستوري کې یې برخه اخیستې وه افغان ستوري خپرونه هر کال د طلوع تلویزیون له لوری په لاره اچول کیږي .
د افغان ستوري خپرونه په اول ځل په ۲۰۰۵ میلادي کال کې جوړه شوې چې له زرو څخه زیاتو کسانو د افغانستان له ګوډ ګوډ څخه په کې برخه اخیستې وه .
د افغان ستوري خپرونه د طلوع تلویزیون تر ټولو مشهوره خپرونه دی چې په افغانستان کې خپریږي . دا تلویزیون د تفریحي خپرونو او ورځینو خبرونو له ټولې نړۍ څخه درلودونکی دی.
د افغان ستوري د خپرونه لیدل د لیدوونکو لپاره د یو نوي افغانستان هیله ورکوي . هېواد چې اوسیدوونکی یې یې له هیرې د موسیقۍ له لارې خپل احساسات بیانوي .
په ۲۰۰۹ د جون په میاشت کې د افغان ستوري په ګډونوالو باندې یو مستند فلم جوړ کړي چې دا فلم دوه معتبرې جایزې (( سندینس فلم نړۍ وال جشن )) چې د متحده ایالاتو د یوتا په ایالت کې جوړ شوي و وکټلې . دا مستند فلم چې د (( کابورا پروډکشن )) له خوا په کابل کې جوړ شوي . د څلورو ځوانو هنرمندانو او دوه میرمنو او دوو سړو کیسه کوي .
په دې اړه مو اندونه