د سارک کلتوري کمپ او ورېښمو لارې اومه جشنواره د سلګونو کورنیو او بهرنیو مېلمنو په ګډون نن په بامیانو کې پرانیستل شوه.
په دغې جشنوارې کې د ورېښمو لارې جشنوارې هنري کمپ،د فلم جشنواره،د سیمهيیزو خوړو جشنواره او د لاسي صنایع د پنځو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل کېږي.
بامیان د روان کال د غبرګولې په ۱۵ نېټې د اسیا د سیمهييزو همکاریو سازمان یا سارک د کلتوري پلازمېنې په توګه ونومول شو.
په دغه فستیوال کې په سلګونو افغانانو او بهرنیو میلمنو ګډون کړی و.
د بامیان والي د سارک له غړو هېوادونو څخه غواړي چې بامیان د تل لپاره د دغه سازمان د خپرونو د ترسره کولو د مرکز په توګه ومني.
د بامیانو والي طاهر زهیر په دې اړه څرګنده کړه:"موږ له سارک څخه غواړو چې بامیان هېر نه کړي او دغه ښار د دغه سازمان د سکرتریت په توګه ومني ترڅو د سولې،دوستۍ او د دغه لرغوني ولایت د تاریخي مدنیت خپلو غړو ته ورسوي".
ښاغلي زهیر زیاته کړه: "د دغې جشنوارې پرانیستل د سارک د غړو هېوادونو د اړیکو ترمنځ اغېزمنه ده او موږ هیله لرو چې د دغې جشنوارې په پای کې د سارک غړې هېوادونه خپل نظریات اعلان کړي".
د سارک سازمان په ۱۹۸۵ زیږدیز کال کې د سوېلي اسیا د خلکو د همکارۍ د کچې د لوړولو او د دوی د ژوند د کچې د ښه کولو لپاره رامنځته شوی دی.
هند، پاکستان، بنګلهدېش، سریلانکا، بوتان، مالدیف، نیپال او افغانستان د دغه سازمان غړیتوب لري.
د دغه رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه