Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملي موزیم:د مسو عینکو سیمې لرغوني آثار د له منځه تللو په خطر کې دي

د کابل د ملي موزیم سرپرست محمد یحیی محب زاده د شنبې په ورځ وویل چې د ۱۳۸۸ لمریز کال راهیسې تر اوسه د مسو عینکو له سیمې څخه څه باندې زره لرغوني آثار ملي موزیم ته لېږدول شوې دي،خو له دې سره د دغو آثارو یو شمېر ستر آثار کابل ته لېږدول شوې نه دي او دا د سترو مجسمو لپاره یو ګواښ دی.

د همدغو لرغونو آثارو له امله افغانستان د نړۍ څلور لاره بولي. د دغو لرغونو آثارو ستره برخه د غرونو له منځه، دښتو او استوګنیزو سیمو څخه ترلاسه شوي دي. لکه د لوګر ولایت د مسو عینکو کان سیمه، ویل کېږي چې په دې ځای کې زرګونه ټوټې لرغونې آثار چې د اسلامي او کوشاني پړاونو پورې اړه لري پیدا شوي دي.

چارواکي وايي چې یوشمېر سترې مجسمې هم له دغې سیمې څخه ترلاسه شوې دي چې مرکز ته د هغو د لېږد امکان نشته او جدي څارنې ته اړتیا لري.

ښاغلي محب زاده څرګنده کړه: "څه باندې زره ټوټې آثار موزیم ته لېږدول شوي دي هغه آثار چې لېږدونکي دي او هغه آثار چې نه لېږدول کېږي په سیمه کې شتون لري.دا یوه ستونزه ده خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کلکه هڅه کوي چې دغه آثار موزیم ته راولېږدوي".

څو میاشتې کېږي چې د باختر د سرو زرو ګنجینه له افغانستان څخه په نورو هېوادونو کې نندارې ته د اېښدو لپاره بهر کړای شوې ده. دا ستره ګنجینه چې په افغانستان کې د یونان او باختر د پړاونو میراث دی او د اسټرالیا په هېواد کې ده او ټاکل شوې ده موده وروسته د جاپان د دو په موزیم کې نندارې ته کېښودل شي، ویل کېږي چې یو جاپاني پروفیسور افغان دولت ته ژمنه ورکړې ده ترڅو د دغې ګنجینې د راستنېدو په وخت کې د دغه هېواد سل لرغوني اثار چې هغه له تورو بازارونو څخه پلوري دي د افغانستان ملي موزیم ته ورکړي.

د کابل د ملي موزیم سرپرست محمد یحیی محب زاده په دې اړه وویل: "د باختري طلا تر نامه لاندې ۲۳۱ آثار د ۲۰۰۶ کال راهیسې په څه باندې ۱۰ سترو هېوادونو کې نندارې ته اېښودل شوې ده تراوسه یې ۱۷۵ میلیونه افغانۍ یې د افغانستان دولت ته عاید کړی دی او هر هېواد چې مخکې ورکړه او د نندارې ټولې پیسې چې محاسبه کړي د افغانستان دولت عوایدو ته یې زیاتوي".

له ماشومانو څخ تر لویانو د کابل د ملي موزیم په دهلیزونو کې د لرغونو آثارو لیدو ته راغلي دي.

د کابل اوسېدونکی زاهد همدرد په دې اړه وویل: "ماشومان مې له ځان سره د کابل ملي موزیم ته راوړي دي ترڅو لږ تر لږه له خپل تاریخ او کلتور سره بلتیا ولري او دا اړینه ده چې افغانستان د دغو آثارو د ساتلو لپاره هڅې وکړي".

د کابل بل اوسېدونکي یحیی په دې اړه څرګنده کړه: "موږ د افغانستان د تاریخ په اړه مطالعه لرله او نن د کابل ته راغلي یوو ترڅو تاریخ او لرغونې اثار په عملي بڼه وګورو".

تر اوسه هم له هېواد څخه زیات لرغوني توکي بهر ته قاچاق کېږي، د کابل د ملي موزیم مسولان وايي چې د دغه کار د مخنیوي لپاره په ګمرکونو کې د فرهنګي کارونو زیاتېدو ته اړتیا ده.

افغانستان هغه هېواد چې ۵ زره کلن تاریخ لري او په دغې موده کې دغه هېواد د ډېرو ادیانو پیروان او ډېرو بارونو ته یې ځای وکړی دی او راسته راغلي لرغوني آثار او دا پړاونه د دې ښودنه کوي چې افغانستان په سیمه کې د ډېری ادیانو او مذهبونوغوښتونکی دی.

د کابل د ملي موزیم سرپرست محمد یحیی محب زاده د شنبې په ورځ وویل چې د ۱۳۸۸ لمریز کال راهیسې تر اوسه

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه