په کابل کې د موسیقي د ملي روزنیز انستیتیوت لومړۍ جشن تر سره شو
په دې جشن کې د پوهنې وزارت، کورنیو او بهرنیو هنرمندانو او د دې انستیتیوت شاګردانو ګډون کړی و چې په تیرو دوه میاشتو کې د موسیقي له آلو څخه د دې مرکز زده کونکو ته زدکړې ورکول شوې وې.
د دې انستیتیوت مسولین وايي چې په تیرو اتو میاشتو کې نیژدې شل کورني او بهرني هنرمندان دې ځای ته راغوښتل شوي دي چې دوی زده کونکو ته د موسقي له آلو څخه د ګټه اخیستنې چارې زده کونکو ته ور ښودلې دي.
بل پلو د انستیتیوت مسولین وايي چې دا کنسرتونه د دې لامل شوي دي چې په افغانستان کې د هنر لپاره د مرسته کونکو پاملرنه دوی ته واوړيږ
د پوهنې وزیر فاروق وردګ طلوع نیوز ته وویل:« د موسیقي ملي انستیتیوت له بیارغونې او جوړونې وروسته دا داده د هیوادوالو په چوپړ کې ده او دې انستیتیوت خپل لومړی تعلیمي کال بشپړ کړ.»
د دې انستیتیوت رییس او بنسټ ایښودونکي احمدسرمست طلوع نیوز ته وویل:« لومړنۍ ژمنۍ جشن مو چې له بیلابیلو کنسرتونو سره مل و ترسره شو.»
دا انستیتیوت په هیواد کې یوازنی ځای دی چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د ځينو مرسته کونکو ادارو او هنرمندانو لخوا یې چارې په مخ بیول کیږي.
د یادولو وړ ده چې دا انستیتیوت د امریکا، فرانسې هالنډ او فنلند په مرسته یو کال وړاندې جوړ شوچې اوس پکې ۱۳۰ تنه ځوانان په زدکړو بوخت دي.
په دې اړه مو اندونه