Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د ملي موسیقي په انستتیوت کې د ځوانانو روزنه

د افغانستان د موسیقي ملي انستتیوت په کابل د ژمي په ترڅ کې د ځوانانو د زیاتې لاسرسي په موخه د موسیقي ژمنی اکاډمي په لاره اچولې ده

د ملي انستتیوت مسولینو د دې کار کول په عملي برخه کې د ځوانانو زیات لاسرسی بللی دی ترڅو د دې مرکز زده کونکي وکولای شي په عملي توګه یوڅه د ژمي په ترڅ کې زده کړي.

دې انستتیوت د زده کونکو لپاره یو دوه میاشتنې کنسرت هم په لاره اچولی دی.

د دې انستتیوت مسولین وايي چې دا کنسرت به د ژمي په لومړیو دوه میاشتو کې له ځوانانو سره مرسته وکړي په عملي توګه هرڅه سم زړه کړي.

دوی وايي چې د سږي ژمي په ترڅ کې دې انستتیوت ته شل هنرمندان چې د هیواد او بهرنیو هیوادونو دي را دعوت شوي دي او د دې انستتیوت زده کونکو ته د موسیقي د زدکړې د څرنګوالي په برخه کې زدکړه ورکړي.

د دې انستتیوت بنسټ ایښودونکي او رییس داکتر احمدسرمست طلوع نیوز ته وویل:« دا ژمني کنسرتونه چې د هرې څلورنۍ په ورځ به په دې انستتیوت کې په لاره اچول کیږي د ژمني اکاډمي یوه برخه ده، دا هغه څه دي چې په افغانستان کې بیخي نوي دي یانې دا چې دا ډول پروژه وړاندې په لاره نه ده اچول شوې موخه یې داده چې زده کونکي له رخصتیو څخه سمه ګټه پورته کړي.»

بل پلو یو شمیر هنرمندان هم په دې برخه کې د خپل هنر ښودنه کوي او وايي چې دوی غواړي دې زده کونکو ته نوې لارې وښيي.

د موسیقي د ملي انستتیوت استاد رابن طلوع نیوز ته وویل:« دا کورسونه چې ژمني دي په دوه راتلونکو میاشتو کې دي او مونږ یو شمیر بهرني استادان د عملي کارونو لپاره دلته را غوښتي دي، زمونږ موخه داده چې زده کونکي په اونیزه توګه راټول شي او په سمه توګه موسیقي زدکړي. د دې ځای زده کونکي واقعا عالي دي او د موسیقي په برخه کې ډير ښه دي.»

یو شمیر زده کونکي هم دا پروګرام د دوی لپاره ګټور بولي.

د دې انستتیوت یو تن زده کونکي احمد مهر وویل:« څلورکاله کیږي چې په دې انستتیوت کې زدکړې کوي هغه څه ته چې مونږ اړیتا لرو یو ښه لارښود دی او مونږ بهرنیو استادانو ته اړتیا لرو چې نوي څه شی زدکړو.»

په دې انستتیوت کې په اوس حال کې ۱۵۰ زده کونکي چې ښځينه او نارینه د په زدکړو بوخت دي.

د ویډیو د کتلو لپاره داځای کښیکاږۍ:

{qtube vid:=iuA9WvUJALY}

د افغانستان د موسیقي ملي انستتیوت په کابل د ژمي په ترڅ کې د ځوانانو د زیاتې لاسرسي په موخه د موسیق

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه