Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یو شمېر چارواکو تراوسه هم خپلې شتمنۍ ثبت کړې نه دي

له اداري فساد سره د مبارزې اداره، د یو شمېر دولتي چارواکو له خوا د خپلو شتمنیو د نه ثبتېدو خبر ورکوي، او د یاد‎ې ادارې ویاند وایي تر اوسه شپږو لوړپوړو دولتي چارواکو خپلي شتمنۍ ثبت کړي نه دي. او یو شمېر نورو دا شتمنۍ پټې کړې دي.

د دغې ادارې په وینا د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د اجرایي ریاست مرستیالانو انجنیرمحمدخان او محمدمحقق، د ملي امنیت شورا سلاکار محمدحنیف اتمر او د چارو د ادارې رئیس سلام رحیمي تراوسه خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې.

له اداري فساد سره د مبارزې اداره د دولتي چارواکو د شتمنیو ثبتول په هېواد کې یوه نوې تجربه ګڼي او وايي د معاملو د ثبت د وسایلو نشتوالی او همداراز د هغو چارواکو د بېرته راستنولو لپاره چې د بډو او اداري فساد له لارې ترلاسه شوې پيسې یې نورو هېوادونو ته لېږدولې له دغو هېوادونو سره د ديپلوماتیکو اړیکو نه لرلو، د چارواکو د شتمنیو ثبت او په دې اړه څېړنې له ننګونو سره مخامخ کړې دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې ویاند عبدالقهار فرخ سیر څرګنده کړه:«لومړي مرستیال خپل فورم تسلیم کړ خو بېرته یې موږ ته کس راواستوه.د اجرائیه ریاست د دواړو مرستیالانو،د ملي امنیت شورا دفتر،د سیمه‎ييزو اګانونو او د چارو ادارې رئیس، خپل فورمونه موږ ته نه دي رسولي.»

له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره د دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبت په بهیر کې پر روڼتیا باور نه‎لري او وايي چې دولتي چارواکي نه خپلې شتمنۍ په رڼه توګه ثبتوي او نه هم له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره د دغو چارواکو د شتمنیو د دقیقې څېړنې توان لري.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ رئیس سید اکرام افضلي زیاته کړه:«لومړی شتمنۍ په سمه نه ثبتېږي او دولت هم باید یوازې د فورمونو په ډکولو سره خپل کار خلاصه کړي. په داسې حال کې چې یو شمېر چارواکو تراوسه خپلې شتمنۍ ثبت کړې نه دي دا کار روڼتیا او له فساد سره د مبارزې لپاره سیاسي اداره تر پوښتنې لاندې راولي.»

له فساد سره د مبارزې اداره د دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبتولو او د دغو چارواکو د عوایدو د کچې د دقیقې څېړنې غوښتونکې ده.

له اداري فساد سره د مبارزې د شبکې رئیس خان زمان امرخېل داسې وايي:«هغه څه چې ثبتېږي باید تطبیق شي او یو بل کمېسیون باید وي هغه شتمنۍ چې ثبتېږي وڅېړي.مالومه نه ده چې سمې ثبت شوې دي او که نه.تراوسه خلک نه پوهېږي.»
له اداري فساد سره د مبارزې اداره وايي یو شمیېر پخوانیو دولتي چارواکو هم د خپل کار له پای ته رسېدو وروسته خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې.

د دولتي چارواکو د شتمنیو ثبت او خپرول د بروکسل تر ناستې پورې د ملي یووالي حکومت یوه ژمنه وه، خو تراوسه یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې او د ځینو نورو دغو چارواکو د شتمنیو په ثبتولو کې روڼتیا نشته.

ددې تګلارې له مخې د دولتي چارواکو شتمنۍ باید د دوی د دندو له پای ته رسېدو وروسته هم د ننه په هېواد او بهر کې وڅېړل شي ترڅو روښانه شي چې د هغوی په شتمنیو کې څومره بدلون راغلی دی.

د اړوند رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

له اداري فساد سره د مبارزې اداره، د یو شمېر دولتي چارواکو له خوا د خپلو شتمنیو د نه ثبتېدو خبر ورک

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه