Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هوايي ډګرونو د معیاري کولو لپاره د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هڅې

د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام‌الدین احمدي وايي هڅه کېږي چې د هېواد ټول هوايي ډګرونه په نړۍوالو معیارونو برابر شي.

ښاغلي احمدي دا مهال په هېواد کې ٢٧ هوايي ډګرونه فعال دي، چې پنځه يې نړۍوال هوايي ډګرونه دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د کابل د هوايي ډګر په ګډون د هېواد ډېری هوايي ډګرونه ویجاړ شوي وو، چې بېرته رغول شوي او الوتنې ته چمتو شوي دي

امام الدین احمدي څرګندوي:«د ناټو او امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، هوايي برخه په بشپړه توګه فلج شوې وه، د هېواد ټول هوايي ډګرونه ویجاړ شوي وو، تجهیزات یې خراب وو چې موږ له فتحې وروسته وتوانېدو چې هوايي ډګرونه ژر تر ژره په تجهیزاتو سمبال کړو.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پخوانی مرستیال وایي چې د لویو هوايي شرکتونو د الوتنو د بیا پیلېدو لپاره اړینه ده چې هوايي ډګرونه پر نړۍوالو معیارونو برابر وي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پخوانی مرستیال امام الدین وریماچ وايي:«بېخ‌بناوې په ځانګړوې توګه په هوايي برخه کې ډېرې مهمې دي. د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د معیاري هوايي ډګرونو شتون یو له اړتیاوو څخه ده په ځانګړې توګه په لویو ولایتونو کې.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم ټینګار کوي چې د الوتنو د زیاتېدو لپاره باید د سیمې او نړۍ د هېوادونو د وېزې د اخیستو په برخه کې شته ستونزې هم حل شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان‌جان الکوزی څرګندوي:«هند موږ ته ویزه نه‌راکوي، چین او د منځنۍ اسیا ځينې هېوادونه، روسیه، او امارات هم ویزه نه ورکوي ډېری داسې سوداګر لرو چې باید تګ راتګ وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د فلای دوبۍ او اېر عربیه په ګډون یو شمېر هوايي شرکتونو په هېواد کې خپلې الوتنې بیا پېل کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه