Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د سوداګرۍ لپاره د بدیلې لارې د لټون غونډې ترسراوی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د بدیلې لارې لټون په تړاو په لومړۍ غونډه کې له چابهار بندر څخه پر ښې ګټې اخیستنې ټینګار شوی دی.

د دغه وزارت د ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په وینا، د بدیلې لارې د لټولو موخه د سوداګریزو لارو او بندرونو بندول نه‌دي، بلکې د خصوصي سکټور لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند د دغې غونډې په هکله وویل:«د صنعت د ودې په برخه کې د اسانتیا پر راوستو او هېواد کې د سوداګرۍ پر ځلېدو له ټینګار سره وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د بدیلې لارې لټول د ټولو لارو او بندرونو د تړل نه‌دي، بلکې موږ د خصوصي سکټور لپاره د ډېرو اسانتیاوو راوستل دي.»

په هېواد کې ځينې سوداګر وايي چې پاکستان تل د افغان سوداګرو پر سوداګریزو توکو د بندرونو، سوداګریزو او ټرانزیټي لارو له تړلو سره هغوی ته درانه زیانونه اړولي دي. سوداګر د بدیلو لارو په جوړولو سره د سوداګرۍ پر وړاندې د ستونزو د حل، د واخان دهیز جوړولو ته پاملرنه او د هېواد د هوایي دهلېز له لارې د انتقالاتو ارزانه کولو غوښتونکي دي. 

سوداګر امید حیدري طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ د دلت لاس‌نیوي ته اړتیا لرو او وغواړو چې د واخان دهلیز لپاره مشخصه بودیجه تعیین شي او پر دغه دهلیز پانګونه وشي.»

بل سوداګر میرویس حاجي زاده وویل:«څوک نه‌پوهېږي چې پاکستان سږکال لار تړي یا نه. باید د پاکستان لپاره بدیل رامنځته شي، دا چې پنځه کاله وروسته رامنځته شي، اوس ښه ده، که هغه د واخان لار وي او که چابهار بندر وي.»

له بلې خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه د واخان دهلیز جوړېدل له چین سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې مهم بولي او ټینګار کوي چې دغه لار باید ژر تر ژره جوړ شي.

تر دې وړاندې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ۱۴۰۲ لمریز کال کې بهر ته د صادراتو په کچه کې د شپږ سلنه کموالی خبر ورکړی و او ویلي یې و، چې سږ کال له افغانستانه هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، چین، قزاقستان او ایران ته د ۱.۸ مېلیارد ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي د بدیلې لارې د لټولو موخه د سوداګریزو لارو او بندرونو بندول نه‌دي، بلکې د خصوصي سکټور لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول دي.

تصویر بندانگشتی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د بدیلې لارې لټون په تړاو په لومړۍ غونډه کې له چابهار بندر څخه پر ښې ګټې اخیستنې ټینګار شوی دی.

د دغه وزارت د ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په وینا، د بدیلې لارې د لټولو موخه د سوداګریزو لارو او بندرونو بندول نه‌دي، بلکې د خصوصي سکټور لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند د دغې غونډې په هکله وویل:«د صنعت د ودې په برخه کې د اسانتیا پر راوستو او هېواد کې د سوداګرۍ پر ځلېدو له ټینګار سره وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د بدیلې لارې لټول د ټولو لارو او بندرونو د تړل نه‌دي، بلکې موږ د خصوصي سکټور لپاره د ډېرو اسانتیاوو راوستل دي.»

په هېواد کې ځينې سوداګر وايي چې پاکستان تل د افغان سوداګرو پر سوداګریزو توکو د بندرونو، سوداګریزو او ټرانزیټي لارو له تړلو سره هغوی ته درانه زیانونه اړولي دي. سوداګر د بدیلو لارو په جوړولو سره د سوداګرۍ پر وړاندې د ستونزو د حل، د واخان دهیز جوړولو ته پاملرنه او د هېواد د هوایي دهلېز له لارې د انتقالاتو ارزانه کولو غوښتونکي دي. 

سوداګر امید حیدري طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ د دلت لاس‌نیوي ته اړتیا لرو او وغواړو چې د واخان دهلیز لپاره مشخصه بودیجه تعیین شي او پر دغه دهلیز پانګونه وشي.»

بل سوداګر میرویس حاجي زاده وویل:«څوک نه‌پوهېږي چې پاکستان سږکال لار تړي یا نه. باید د پاکستان لپاره بدیل رامنځته شي، دا چې پنځه کاله وروسته رامنځته شي، اوس ښه ده، که هغه د واخان لار وي او که چابهار بندر وي.»

له بلې خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه د واخان دهلیز جوړېدل له چین سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې مهم بولي او ټینګار کوي چې دغه لار باید ژر تر ژره جوړ شي.

تر دې وړاندې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ۱۴۰۲ لمریز کال کې بهر ته د صادراتو په کچه کې د شپږ سلنه کموالی خبر ورکړی و او ویلي یې و، چې سږ کال له افغانستانه هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، چین، قزاقستان او ایران ته د ۱.۸ مېلیارد ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه