Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: نږدې ۳۰زره ښځو ته د کار جوازونه وېشل شوي دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، تېر کال یې نږدې ۳۰ زره ښځو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.

د یاد وزارت د ویاند په خبره، دغه ښځې دمګړۍ په دولتي او خصوصي ادارو کې په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي وویل: « ښځو ته د کار جوازونه په هغو سکتورونو کې ویشل شوي چې ورته اړتیا لیدل کیږي او کولی شي نورو میرمنو ته خدمات وړاندې کړي.»

رویا په پلازمېنه کې د خیاطۍ د یوه کارغالي مسووله ده، او وایي دغه کارغالی یې د هغو ښځو د ملاتړ په موخه جوړ کړی چې د خپلو کورنیو مشري کوي.

 رویا وایي: « دا کارغالی مې په خپله شخصي بودیجه جوړ کړی او ۳۰ ښځې مو په کار ګمارلي دي. که حکومت همکاري وکړي، ښايي د دغو مېرمنو شمېر له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې ورسېږي.»

پنځلس کلنه روبینا چې کابل ښار کې د خیاطۍ په یوه کارغالي کې کار کوي، وايي د اقتصادي ستونزو له امله دلته کار کوي.

هغه له اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې د ښځو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

روبینا وویل: « زه له شپږو میاشتو راهیسې دلته کار کوم او له چاپېریاله ډیره خوښه یم. زه کار کوم ځکه چې وکولای شم د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړم.»

ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا په بېلابېلو برخو کې د ښځو فعالیت د کورنۍ د اقتصاد د ودې او د ګټورو کاري  فرصتونو د برابرېدو په برخه کې ګټور بولي او په هېواد کې د ښځینه متشبثینو پر ملاتړ ټینګار کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خانجان الکوزي وویل: « ښځو ته باید فرصتونه برابر شي، دوی باید د افغانستان په اقتصاد، تولید او سوداګرۍ کې برخه واخلي. دوی د ټولنې یوه لویه برخه ده.»

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه، سلما یوسفزۍ هم وویل: « په هغو ولایتونو کې چې دوه کاله وړاندې مو ورسره اړیکه نه درلوده، نن ورڅخه د ښځو د سوداګرۍ شاهدان یو او نږدې ټول ولایتونه پکې ګډون لري.» 

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، دا مهال څه باندې نهه زره ښځې د کرنې، روغتیا، مالدارۍ، لاسي صنایعو او غالۍ اوبدلو په برخو کې د جواز په لرلو سره فعالیت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه