Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برېښنا شرکت:کابل ښاریانو د برېښنا د پرچویو ۹۰ سلنه ستونزه حل شوي

د برېښنا شرکت وايي چې له دوه ورځو راهیسې توانېدلي چې په کابل ښار کې خپلو ۹۰ سلنه مشتریانو ته برېښنا ورسوي.

د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي، په کابل کې د برېښنا د کنټرول په ملي مرکز کې د فني ستونزو حل او د وروستیو اورښتونو له امله د ماهیپر د برېښنا د بند د تولید زیاتوالی پلازمېنې ته د برېښنا رسونې د حل لارې بولي.

هغه ټینګار وکړ چې اوس د کابل ښار کابو ۴۰ میګاواټه برېښنا په واک کې لري.

ښاغلي توحیدي زیاته کړه:«څو تخنیکي پروژې وې چې له ستونزې سره مخ وې او زموږ انجنیران وتوانېدل هغه بیاورغوي او دې پر برېښنا مثبت اغېزه لرله او له بلخوا له نېکه مرغه دوه وروستیو اورښتونو چې اوبه یې زیاتې کړې او د ماهیپر د برېښنا د بند د اوبو په زیاتوالي کې یې اغېزه لرله.»

په همدې حال کې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وايي له دې سره چې له هغوی څخه د برېښنا د لګښت په نامه یو زیاته اندازه پیسې اخیستل کېږي، خو د هرې ورځې په تېرېدو سره د برېښنا پرچوي زیاتېږي.

د کابل اوسېدونکي شیر اغا وویل:«که‎چېرې تاسې زما کور ووینئ د هغه ارزښت د برېښنا له دغه بل څخه کم دی.۱۱ زره کور نه ارزي، د کور د برېښنا د لګښت بل ۱۱ زره افغانۍ راغلی دی؛په بشپړه توګه اندېښمن شوی یم چې دا پیسې څه ډول ورکړم.»

د کابل د برېښنا د شمېرو پر بنسټ، دم‎ګړۍ د پلازمېنې د اړیتا وړ برېښنا ۴۵۰ تر ۵۰۰ میګاواټه ده په داسې حال کې چې یوازې ۲۶۵ میګاواټه برېښنا په واک کې ده او د ۲۰۱۸ کال تر پایه به له ترکمنستان څخه د د وارداتي برېښنا د مزي له تمدیدو سره به د کابل د برېښنا کچه ۶۰۰ ميګاواټه ته ورسېږي.

د برېښنا شرکت وايي چې له دې وروسته په کابل ښار کې یوازې لس سلنه مشتریان هغه هم د کابل په ناپلان شویو او ډېر نفوذ لرونکو سیمو کې ‎اوسېږي، د شپې پر مهال به د برېښنا له پرچوۍ سره به مخ وي.

شریک یي کړئ