Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاپ پروزې پلې کېدو په موخه د خبرو اترو پیل

افغانستان ته د ټاپ پروژې پلې کېدو لارو چارو په اړه د خبرو اترو په موخه له ترکمنستان څخه کابل ته پلاوی راغلی دی، ویل کیږي دغه پلاوی به پاکستان ته د افغانستان له لارې د بریښنا لیږدولو پر یوې پروژې هم خبرې اترې وکړي.

د اوبو او بریښنا وزارت مسوؤلین وايي د ترکمنستان لوړپوړی پلاوی به په راتلونکو څو ورځو کې په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د بریښنا د ګډو پروژو د څیړلو ترڅنګ، افغانستان او پاکستان ته د دغه هیواد د بریښنا د ترانزیت د نویو پروژو په اړه خبرې اترې وکړي.

د اوبو او بريښنا وزارت مرستیال وايي ټاکل شوې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان ترمنځ د بریښنا د ترانزیت د نوې پروژې په هکله هم خبرې وشي.

هغه زیاتوي د دې پروژې له مخې به د ترکمنستان بریښنا د لویدیځو او سویلي ولایتونو له لارې پاکستان ته ورسیږي.

د اوبو او برېښنا وزارت مالي او اداري مرستیال، عبدالبصیر اعظمي وړاندې وايي:«د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د برېښنا پروژه به د هرات او کندهار ولایتونو څخه وړاندوینه شوې ده چې تېره شي او د دې پروژې همغږي د آسیا پراختیايي بانک کړې ده.»

له بلې خوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي افغانستان په شمال کې د انرژي لرونکو هیوادونو او په سویل کې د هغو هیوادونو چې بریښنا ته اړتیا لري ترمنځ موقعیت لري د هېوادونو ترمنځ د بریښنا د ترانزیت لپاره مناسب دی.

په کابل پوهنتون کې د اقتصاد استاد، سید مسعود په دې اړه وايي:«که موږ یې سم مدیریت وکړو نو کولی شو چې په سیمه کې د ترانزیت له مخې په سیمه کې خپله  وړتیا لا هم پیاوړې کړو.»

د اوبو او بريښنا وزارت په وینا په نېږدې راتلونکي کې به د تاپ پروژې د عملي کولو لپاره چې له مخې به یې د ترکمنستان بریښنا له د افغانستان له لارې پاکستان ته ورسیږي، د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته ترسره شي.  

د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي چې د دې پروژې له لارې به د ترکمنستان برېښنا د افغانستان لویدیځو او سویلي ولایتونو له لارې پاکستان ته ولېږدول شي

شریک یي کړئ