د کانونو او پټرولیم وزیره نرګس نهان، په عربي متحده اماراتو کې یوې غونډه کې وویل چې اوس د کانونو په برخه کې پانګونې ته د افغانستان غېږه پرانیستې ده.
په دغې غونډه کې د کانونو څلوېښت سترې پروژې، د مرمرو، شونکاڼي (تالک) او د افغانستان ځينې نور مهم منرالونه بهرنیو پانګهوالو ته معرفي کړل شول. دغه پروژې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې دي.
په دغې ناسته کې چې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په مرسته د درې ورځو لپاره دوبۍ کې جوړه شوې د افغانستان په ګډون ۱۵۰ بېلابېل هېوادونو ګډون کړی وو.
له تدارکاتو وروسته اټکل شوه، چې شونې ده ۱۰۰ مېلیون ډالر به د ۱۲ میاشتو په اوږدو کې د لومړنیو څېړنو او ارزونو لپاره ولګول شي.
د هېواد د کانونو او پټرولیم وزیرې په دغې ناسته کې نړیوالو پانګوالو ته د ۱۴ نویو موکو په اړه هم څرګندونې وکړې.
هغې وویل:«د لومړي ځل لپاره افغانستان کې د نړیوالو پانګوالو لپاره د یاقوتو، زمردو، او لاجوردو په برخه کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده.»
هغې څرګنده کړه چې افغان حکومت هڅه کوي څو له دغو موکو په استفادې سره پانګوالو ته د کانونو نوي قوانین، مقررې، روښانه او رڼې تګلارې چمتو کړي.
مېرمن مصطفوي زیاتوي:«زه ویاړم چې ووایم چې د افغانستان د کانونو برخه د پانګونې لپاره پرانیستې ده.»
د هېواد د کانونو وزیرې وویل چې د کانونو پخواني قانون ته په کتو سره په تېرې لسیزه کې نامناسبې پانګونې چندان پرمختګ نه وو کړی.