Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسي شرکت پکتیا کې د مچلغو بند رغنیزې چارې په مخ بیايي

د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې روسي شرکت د هېواد په سوېل ختیخ کې د مچلغو بند د جوړېدو د تړون ګټوونکی شوی، او ټاکل شوې ده تر راتلونکو درېیو کلونو د دغه بند د جوړېدو کار پای ته ورسېږي.

د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي دولت له خپلې اخیتاري بودیجې ۲۳ مېلیون ډالر د مچلغو بند د جوړولو لپاره ورکوي.

د دغه وزارت د مالوماتو له مخې د دغه بند په جوړېدو سره به ۲ زره او ۳۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو او ۸۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید ترڅنګ په پکتیا ولایت کې د ۹۰۰ کورنیو لپاره د څښاک اوبه هم برابرې شي.

د اوبواو برېښنا وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمي طلوع نیوز ته وویل:«دا په پکتیا ولایت کې یوه ستره زیربنايي پروژه ده چې له نېکه مرغه د همدغې اوونۍ د یکشنبې په ورځ (د لړم په ۶ مه) د ملي تدارکاتو تر حکوم لاندې راغی او منظور شوه چې د یوې میاشتې په لړ کې به له دغې کمپنۍ د کارد ترسره کېدو د  ضمانت لیکونه او د پیسو د وړاندې ورکړې ضمانت لیکونه هم تسلیم او عملاً به د دغې پروژې ودانیز کار پیل شي.»

حکومت له درې کاله ځنډه وروسته د مچلغو د اوبو بند د جوړولو کار له یوه نوي تړوني سره پيل کړی دی.د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د دغه بند جوړېدل د هېواد د سوېل ختیځو سیمو لپاره یوه جدي اړتیا ګڼي او له حکومته غواړي پرې نه ږدي چې یو ځل بیا د دې بند د جوړولو کار له ننګونو سره مخامخ شي.

د اقتصادي چارو کارپوه احمد ضیاء ضیاء په دې اړه وویل:«د مجلغو بند چې د افغانستان په سوېل ختیځ پکتیا ولایت کې موقعیت لري، له دوه اړخه د اهمیت وړ دی، یو د کرنې او اوبو لګولو او دویم د برېښنا د تولید له پلوه. دا چې تراوسه د دغه بند کار درول شوی وه، د سیمې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو.»

د مچلغو بند د کار پيل او تر دوو میاشتو پورې د برېښنا له شبکې سره د پکتیا ولایت نښلول نوموړي ولایت ته د ولسمشر په وروستي سفر کې ژمنې وې.

شریک یي کړئ