د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې ټاکل شوې ده تر دوو راتلونکو میاشتو له هند سره هوايي دهلیزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د مرستیالۍ سرپرست محمد قربان حقجو د سېشنبې ورځې په غونډه کې وویل چې د کابل-ډیلي او کندهار – امرتسر دهلیزونو طرحه چمتو شوې او د غبرګولي میاشتې تر نیمايي به افغانستان د ځمکنیو سوداګریزو لارو ترڅنګ،د سوداګرۍ دوه هوايي مسیرونه به هم ولري.
هغه وویل:«کهچېرې زموږ لارې وتړل شي نو هر ډول ملاحظات چې وي،موږ به هوايي کرښه ولرو. په مشخصه توګه زموږ د سوداګرو ته کارګو الوتکې په واک کې ورکول کېږي چې د هغه لګښت به لکه د ځمکنۍ لارې لګښت وي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دوه راتلونکو میاشتو د هېواد د مېوو او سبو د صادراتو فصل رارسېږي او سوداګر د دغو صادراتو په اړه اندېښمن دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلي په دې اړه وویل:«له بده مرغه لکه څرنګه چې مخکې ستونزې وې،اوس هم شته؛ تر دوه راتلونکو میاشتو زموږ د صادراتو فصل پیلېږي، کهچېرې له پاکستان سره زموږ اړیکې نامناسبې وي، حکومت باید لاس په کار شي او نورې بېلابېلې بدیلې لارې پیدا کړي.»
له بلخوا د کرنې او اوبو لګولو وزیر اسدالله ضمیر په دغې غونډه کې وویل چې دننه په هېواد کې د کرنیزو توکو لپاره هم ښه بازارونه رامنځته شوي دي.
هغه زیاته کړه:«ملي دفاع وزارت اوس د کېلې او کېنو پر ځای اوس مڼې اخلي؛له دې وروسته همدا شان د ملي دفاع وزارت د پېرلو په نوملړ کې د افغانستان فصلونو مېوې به شاملې وي.»
هر کال بزګر د مناسبو بازارونو د نشتوالي له امله،اړ کېږي ترڅو خپل توکي په لږه بیه د واټونو په غاړو کې وپلوري او یا د ډېرو ستونزو له ګاللو سره یې پاکستان ته صادر کړي.