د تازه مېوو د صادرونکو د ټولنې چارواکي وايي چې د پاکستان له خوا د افغانستان پر توکو د ګمرکي تعرفو له لوړېدو سره، دغه هېواد ته د تازه مېوو صادرات تر ۸۰ سلنې کم شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، کهچېرې پاکستان ګمرکي تعرفې کمې نه کړي، سوداګر به دغه هېواد ته د تازه مېوو صادرات ودروي.
د تازه مېوو د صادرونکو د ټولنې رییس اختر محمد وویل:«بزګر او بڼوال زیارکښه طبقه ده. دوی ۱۲ میاشتې زیار وباسي ترڅو لږ حاصل ترلاسه کړي. خو د دغې پرېکړې ډېر تاوان بزګرو او بڼوالو ته رسېږي. کهچېرې ۲۰ سلنه سوداګر ته ورسېږي خو ۸۰ سلنه بزګر او بڼوال ته رسېږي.»
اخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي د پاکستان د مالوماتو پر بنسټ د اقتصادي ودې د کموالي له امله یې پاکستان ته پر ټولو صادرونکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي. خو بیا هم دغه بنسټ د پاکستان سفارت ته لیک استولی ترڅو د افغانستان پر صادراتي توکو د ګمرکي تعرفو لوړوالی روښانه کړي.
د سوداګرۍ او صنایع وزارت ویاند مسافر قوقندي وویل:«موږ سفارت ته رسمي مکتوب استولی او د ځواب په تمه یوو چې د هغه لامل څه دی. تر هغه بریده چې موږ په نامستقیمه توګه له نورو ځایونو مالومات ترلاسه کړي، د پاکستان دا پرېکړه یوازې د افغانستان په وړاندې نه ده بلکې د ټولو هغو هېوادونو په وړاندې ده چې پاکستان ته صادرات لري.»
د دغه وزارت په وینا، تازه او وچې مېوې، غالۍ او ګرابیه ډبرې د افغانستان صادراتي توکي دي چې پاکستان او د دغه هېواد له لارې نړۍ ته صادرېږي.
پاکستان تېره اوونۍ د افغانستان پر صادراتي توکو ګمرکي تعرفې درې برابره لوړې کړې.