Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د کلیوالو لاسي صنایعو ځانګړی نندارتون جوړ شو

د کلیو او پراختیا وزیر د دغه نندارتون موخه د کلیوالو د لاسي صنایعو لپاره بازار مونده بولي.

هغه وايي چې ټاکل شوې ده سږکال د کلیوالو صنایعو پراختیا پروګرام د هېواد د پنځو ولایتونو څخه ۱۵ ولایتونو ته زیاتوالی ومومي.

د کلیو د پراخیتا وا رغونې وزیر نصیر احمد دراني وویل:« دم‎ګړۍ په پنځو ولایتونو کې د کلیوالو لاسي صنایعو پروګرام عملي کېږي او موږ غواړو چې دغه پروګرام ۱۵ نورو ولایتونو ته پراخیتا ورکړو او په راتلوونکو کې به ۳۴ ولایتونو ته پراخیتا ومومي.»

د دغه نندارتون د درې ورځو لپاره د بابر په بڼ کې جوړ او یو شمېر ښځينه سوداګرې د دغه نندارتون له ستاینې سره وايي که‎چېرې توکو ته یې بازار موندنه وشي،قادر دي چې له وارداتي توکو سره سیالي وکړي.

یوه ښځینه سوداګره راضیه حیدري وايي:«که‎چېرې ښځو ته ډېره زمینه برابره شي موږ کولای شو خپل تولیدات زیات کړو او له وارداتي توکو سره سیالي وکړو.»

صدیقه یوه له هغو مېرمنو څخه ده چې له هرات څخه راغلي او وايي چې د لاسي صنایعو یوه کارخونه لري او توانېدلې چې د څه باندې ۱۰۰ مېرمنو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

هغې زیاته کړه:«له حکومت څخه غواړم چې دننه او له هېواد څخه بهر دا شان نندارتونونه ترسره کړي ترڅو زموږ تولیدات ډېر وپلورل شي.»

دغه نندارتون د هېواد د پنځو حوزو لاسي صنایع په ۸۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کوي.

شریک یي کړئ