Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چینايي شرکت غواړي د آمو سیند د نفتو پر حوزه ۷۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي

د کانونو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د چین سي ان پي سي شرکت غواړي تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د آمو سیند د نفتو پر حوزه ۷۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

دا وزارت وايي چې دا شرکت به په ۲۰۱۲ کال کې په خپل کار پیل وکړي.

د دې حوزې د داوطلبي هڅې په ۲۰۰۵ کال کې پیل شوې او په ۲۰۰۹ کال کې داوطلبي ته وړاندې شو او یاد شرکت د نورو په پرتله د ډيرو امتیازونو په ورکړې سره د دې حوزې د نفتو ګټونکی شو.

د کانونو وزارت وايي چې دا شرکت به ۱۵ سلنه حق الامتیاز، ۲۰ سلنه عایدات او مالیات او ۷۰ سلنه ګټه افغان دولت ته ورکړي.

د کانونو وزیر وحیدالله شهراني وویل:« د را ویستو کار په ۲۰۱۲ کال کې پیل کیږي،د موبلایزیشن، برمه کاري، اکتشاف او د کمپ جوړونې کار به په ۳۰ ورځو کې قرارداد شي.»

دا حوزه د سرپل په ولایتونو کې موقعیت لري او تر فاریاب پورې غځيدلې.

د یادولو وړ ده چې دا حوزه په ۱۹۳۲ کال کې د سویډنیانو لخوا کشف شوه.

د کانونو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د چین سي ان پي سي شرکت غواړي تر راتلونکو پنځو کلونو پورې

Thumbnail

د کانونو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د چین سي ان پي سي شرکت غواړي تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د آمو سیند د نفتو پر حوزه ۷۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

دا وزارت وايي چې دا شرکت به په ۲۰۱۲ کال کې په خپل کار پیل وکړي.

د دې حوزې د داوطلبي هڅې په ۲۰۰۵ کال کې پیل شوې او په ۲۰۰۹ کال کې داوطلبي ته وړاندې شو او یاد شرکت د نورو په پرتله د ډيرو امتیازونو په ورکړې سره د دې حوزې د نفتو ګټونکی شو.

د کانونو وزارت وايي چې دا شرکت به ۱۵ سلنه حق الامتیاز، ۲۰ سلنه عایدات او مالیات او ۷۰ سلنه ګټه افغان دولت ته ورکړي.

د کانونو وزیر وحیدالله شهراني وویل:« د را ویستو کار په ۲۰۱۲ کال کې پیل کیږي،د موبلایزیشن، برمه کاري، اکتشاف او د کمپ جوړونې کار به په ۳۰ ورځو کې قرارداد شي.»

دا حوزه د سرپل په ولایتونو کې موقعیت لري او تر فاریاب پورې غځيدلې.

د یادولو وړ ده چې دا حوزه په ۱۹۳۲ کال کې د سویډنیانو لخوا کشف شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه