فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
فراخبر: د اداري فساد په تور د څو تنو حکومتي چارواکو نیول
لویې څارنوالۍ نن(چهارشنبې د لړم په ۵ مه)په کابل کې یوې خبرې ناسته کې وویل چې د دغه بنسټ د یو تورن جنرال په ګډون څو حکومتي چارواکي یې د اداري فساد په تور نیولي دي.
لویه څارنوالۍ همداراز وايي چې د ځمکو د غصب په تور د درېیو دولتي کارکوونکو په ګډون د شپږو تنو د نیولو، د بډو د اخیستو په تور د لویې څارنوالۍ د یوه چارواکي او د ۲۵۰ زره ډالرو، درې مېلیونه افغانیو او یوه اندازه ګاڼو د لېږد په تور د ارزګان د امنیه قوماندانۍ د یوه افسر د نیولو خبر ورکوي.
په دې خپرونه کې کوربه فواد امان پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې کړې دي.
د خپرونې میلمانه:
د لویې څارنوالۍ ویاند، جمشېد رسولي
د افغانستان د رڼښت بنسټ رئيس، سیداکرم افضلي
د بشپړه خپرونې لیدو لپاره لاندې ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه