فراخبر
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: سولې سره د طالبانو یوځای کېدل د تسلیمېدو په مانا نه ده
د سولې عالي شورا رئیس، کریم خلیلي وايي چې د د سولې له بهیر سره د طالبانو یوځای کېدل د دې ډلې د تسلیمېدو په مانا نه ده او د دوی نظریاتو ته به درناوی وشي.
له طالبانو سره د سولې د خبرو د پرمخ بیولو د څرنګوالي په موخه د یوې نوې تګلارې د رامنځته کولو په اړه د سولې د عالي شورا د مشرتابه لومړۍ ناسته ترسره شوه او د سولې د عالي شورا دغه لوړپوړي غړي د سولې د عالي شورا د عمومي مجمع په نوم خپل کارونه پرمخ بیايي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي.
د خپرونې مېلمانه:
د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار، اسماعیل قاسمیار
د افغانستان د حراست او ثبات ټولنې ویاند، مسعود ترشتوال