Skip to main content
وروستي خبرونه
فراخبر

فراخبر: پر حکمتیار د بندیزونو له لیرې کولو سره د روسیې مخالفت

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د فډراسیون د ویاند له خولې لیکلي چې دغه هېواد له تور نوملړ څخه د حکمتیار د بهر کېدو بهیر درولی او د هغه څېړنه یې وخت ته اړمنه بللې ده.

اوس چې روسیه د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه د حکمتیار د نوم د ایستلو په اړه د توضیحاتو غوښتونکې شوې،پر حکمتیار د بندیزونو د لیرې کولو لړۍ تر شپږو میاشتو ځنډول شوې.

د ملګروملتو د امنیت شورا یوه دایمي غړي هېواد فرانسې دوې اوونۍ مخکې پر ګلبدین حکمتیار د بندیزونو له لیرې کولو سره مخالفت وکړ، اوس د دغې شورا بل غړي روسیې هم ویلي چې د دغو بندیزونو د لیرې کولو مخالف دي.

که څه هم د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي د مسکو ددې کار لامل روښانه نه دی، خو په دې اړه یې پریکړه ځنډولې ده.

کوربه فواد امان په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې اترې کړي دي.

مېلمانه:

د سیاسي چارو کارپوه،احمد سعیدي

د ولسي جرګې شکایاتو ته د رسېدنې کمېسیون رییس،عبیدالله بارکزی

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews