Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سره صلیب د ۲۵ روغتونونو مالي مسوولیت روغتیا وزارت ته وسپاره

د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي چې سر له سبا (پنجشنبې) د ۲۵ روغتونونو د مالي لګښتونو د برابرولو مسوولیت عامې روغتیا وزارت ته سپاري.

د سره صلیب کمېټې ویاند پرویز احمد فیضي وايي چې دغه بنسټ به له دې وروسته په افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو معاشونه او د دغو روغتونونو لګښتونه به پرې نه‌کړي.

د دغې کمېټې ویاند له روغتونونو سره د دغو مرستو د پرې کېدو لامل د بودیجې کمښت ګڼي.

پرویز احمد فیضي وویل:«دغه پروګرام د بیړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره رامنځته شوې وې او د سره صلیب د کمېټې اصلي موخه دا وه چارواکو ته اجازه ورکړي ځان چمتو کړي چې خپل مسوولیتونه په غاړه واخلي.»

د اندراګاندي روغتون یو له هغو روغتونونو دی چې، له دوو کلونو راهیسې د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې له لوري یې مالي ملاتړ کېږي.

د دغه روغتون رييس د روغتیا په برخو کې له مرستندویه بنسټونو د هېواد له روغتیايي سکټور سره د همکارۍ غوښتنه لري.

د اندراګاني روغتون رییس حسیب الله وردګ وویل:«ستاسو مرستې باید له موږ سره دوام پيدا کړي. موږ خلکو ته ډاډ ورکوو لکه‌څرنګه چې په تېر کې ورته مو خدمتونه وړاندې کول، په خدمت کې یې واوسو او زموږ په خدمتونو کې کموالی رانه‌شي.»

له دې سره سم، یو شمېر ناروغ لرونکي هم له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې، د هېواد له روغتیا برخو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ناروغ لرونکی حکمت الله د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«اوس په روغتون کې دوا نشته. خلک له ستونزو سرمخ دي. خلک بې‌وزله دي، اقتصاد یې کمزوری دی. له نړۍوالو بنسټونو غواړو چې په دغو شرایطو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.»

له بل لوري عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد د روغتيايي سکټور د پر ځان بسیا کېدو په لټه کې دی.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، د دغه وزارت له بودیجې به د روغتیاپالانو تنخواوې ورکړ شي او همداراز به ناروغانو ته روغتیايي خدمات هم وړاندې شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل څرګنده کړه:«د ۲۵ روغتونونو د ټولو روغتیايي کارکوونکو تنخواګانې چې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي د وزارت له بودیجې ورکوي، معاشونه یې ورکوو او هر څومره درمل او توکي چې په تشخیصیه برخه کې اړینه ده له کورنۍ بودیجې به تامین شي ان‌شاالله.»

د عامې روغتیا وزارت په وینا، دم‌ګړۍ په ټول هېواد کې ۴۲۵۰ روغتيايي مرکزونه فعال دي او ډېری دغه مرکزونه د نړۍوالو مرستندویانو له لوري چلول کېږي.
 
د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد د روغتيايي سکټور د پر ځان بسیا کېدو په لټه کې دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه